د بونير د سيمې کلتوري لوبې (غشی او ليندۍ) د علومو اکاډمي اتنوګرافي موزيم ته د حسن بونیري له خوا ډالۍشول

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۹:۴۴
د بونير د سيمې کلتوري لوبې (غشی او ليندۍ) د علومو اکاډمي اتنوګرافي موزيم ته د حسن بونیري له خوا ډالۍشول

موخه(د غشي ويشتلو لوبه)

دا لوبه د پښتونخوا وطن په زړو کلتوري لوبو کې يوه لوبه ده ، چی اوس هم د يوسفزو په سیمو بونیر (سالارزو) مردان ، کاټلنګ، شموزو ، بابوزو، مياخان، سنګاو ،صوابۍ ،هريپور، ګدون او نورو سميو کې د کلتوري لوبې په توګه تر سره کېږي ، همدارنګه د سند کراچۍ ښار په هغو علاقو چی د يادو سيمو خلک ميشت دي، د کلتوری لوبې په ډول د تير اندازۍ يا مخه لوبه کېږي.

د لوبې په هره لوبډله کې لس لس لوبغاړي وي . دا لوبه په ژمي کې د کلي په حجره کې د یو کلي او بل کلي تر مينځ هم تر سره کېږي.

په دې لوبه کې چې کوم افزار کارول کېږي ، هغې ته غشی او لينده ويل کېږي . لينده يې د دیر په سيمه کې خاص کاريګر د مارخور د ښکرو نه جوړوي.

دا غشی او لينده د بونیر سالارزو د سيمې فرهنګي شخصيت ښاغلي حسن بونیري او ښاغلي عزيز خاکسار د افغانستان د علومو اکاډمۍ اتنوګرافي موزيم ته د ښاغلي خالد سادات په لاس ډالۍ کړي دي ، چې موږ ترې مننه کوو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS