د تازه چاپ شوي اثر معرفي

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۶ - ۱۲:۱۷
د تازه چاپ شوي اثر معرفي

د بیان آزادی د اسلامي شریعت له نظره «د مقالو ټولګه»

لیکوالان: بېلا بېل

د پاڼو شمېر: ۲۴۰

د چاپ کال: ۱۳۹۹هـ. ش، د عقرب مياشت

خپروونکی: د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

-------------------------------------------------------------------------

دغه اثر د هغه علمي- څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه ده چې د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو د معاونیت د تفسیر او حدیث د مرکز په زیار د ۱۳۹۷ لمریز کال د لړم په ۱۴مه نېټه په علومو اکاډمۍ کې جوړ شوی و.

په یاد سیمینار کې د بېلابیلو ادارو پر پيغامونو او علمي ویناوو سربېره د څېړونکو له خوا د اسلامي شریعت له نظره د بیان د آزادۍ پېژنده، مشروعیت، حکمت، اهمیت او ارزښت، پولو، ځانګړنو، اغېزو، او د هېواد په پرمختګ کې یې د رول او ونډې په اړه هر اړخیزې علمي- څېړنیزې مقالې وړاندې شوې او د هېواد د پرمختګ او سمون په موخه رغنده او عملي طرحې او وړاندیزونه اړوندو ادارو او مراجعو ته واندې شول.

دا دی د دغه سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه، تر څو معلومات او لاسته راوړنې يې په چاپي بڼه له درنو هېوادوالو سره شریکې شي.

-------------------------------------------------------------------------

یادونه: دغه کتاب د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست څخه په مناسبه بيه ترلاسه کولی شئ.

د اړيکې شمېره: 0202201279

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS