د تدریس نوي میتودونه او په زده کړه کې یې رول

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۱:۱۹
ښاغلي نوماند څېړندوی ثناءالله صالحي

«د علمي ـ څېړنیزې پروژې دفاع»

د افغانستان د علومو اکاډمي، بشري علومو معاونیت اړوند د ارواپوهنې او تربیتي علومو انستیتوت علمي غړي ښاغلي نوماند څېړندوی ثناءالله صالحي د نوماندۍ دورې رفع کولو لپاره )د تدریس نوي میتودونه او په زده کړه کې یې رول) تر سرلیک لاندې له خپلې علمي ـ څېړنیزې پروژې څخه د علومو اکاډمي د څېړونکو، استادانو، پوهانو او د دفاع د ارزونې کمیسون په وړاندې دفاع تر سره کړه.

د دې علمي ـ څېړنیزې پروژې لومړي څپرکي کې د موضوع شالید روښانه شوی دی او په دویم څپرکي کې د تدریس ۷۲ نویو میتودونو پیژندنه او د هغو استعمال طریقې، د میتودونو ډولونه او په زده کړه کې د تدریس میتودونو اغیزې څېړل شوي دي. درېيم څپرکی د افغانستان په ښوونیز نظام کې د نویو تدریسي میتودونو څېړنه، د تدریسي میتودونو ټاکلو اصولو او په افغانستان کې د نویو تدریسي میتودونو پلي کولو ته ځانګړی شوی و؛ چې په دې برخه کې د دیني علومو تدریسي میتودونو څېړنه، د ټولنیزو علومو تدریسي میتودونو څېړنه، د ژبو تدریسي میتودونو څېړنه او د ساینسي علومو تدریسي میتودونو باندې مفصل بحث تر سره شوی و. په څلورم څپرکي کې د تدریسي میتودونو پرتلنه، د تدریس د دودیزو او نویو میتودونو پرتلنه او د تدریس حضوري او غیر حضوري زده کړو تدریسي میتودونو پرتلنه څېړل شوې وه او د څېړنې په وروستۍ برخه کې څېړونکي د څېړنې پایله او وړاندیزونه ذکر کړي دي.

څېړونکي د یادې پروژې په دفاعیه غونډه کې د ګډونوالو او پوهانو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل او د ټاکل شوي کمیسون ټولو غړو د رایو په اتفاق سره له نوماند څېړندوی څخه څېړندوی علمي رتبي ته تائيد شوه او دفاعیه غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۰
Background image

د ریاست الوزراء د عالي مقام د حکم پر اساس په علومو اکاډمي کې نوی ټاکنې وشولې

د افغانستان د علومو اکاډمي د مشرتابه د وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د حکم پر اساس څېړنپوه دکتور احمد شاه عمر وردګ د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي - تخنیکي علومو معاونیت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د سيمه ييز مطالعات ژورنال ۷۹ مه ګڼه چاپ شوه!

سيمه ييز مطالعات ژورنال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي– څېړنيز ژورنال دی چې په ۱۳۸۵ ل. کې يې خپرېدل پيل شول، په ياد ژورنال کې د سيمې د هېوادونو پر سياسي،. . .

BACK TO NEWS