د تسلیت او خواخوږۍ پیغام

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۰:۳۵
د تسلیت او خواخوږۍ پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخواني سناتور او وتلي پښتون سیاستوال عثمان کاکړ د سختو ټپونو له امله نن (دوشنبه) د حق داعي ته لبیک ووايه.

«انا لله وانا اليه راجعون»

کاکړ له هغو مبارزينو څخه و چې د پښتون ولس له دردونو خبر و او په همدې خاطر يې تل د حق چيغه پورته کړې او د لر او بر افغان وطن د پښتنو د حقه حقونو د مطرح کولو او غوښتلو لپاره يې په مېړانه مبارزه کوله.

دی په رښتينې معنا يو مبارز سیاستوال او د لر او بر ټولو پښتنو صادق خواخوږی و.

د پښتون ولس د حق او ازادۍ غوښتنې د دغه رسا غږ په چوپ کېدو سره، د زړه له کومې ودردېدو او نه شتون به يې په سیاسي او ټولنيزو برخو کې تر ډېره محسوس وي.

د افغانستان د علومو اکاډمي رهبري د نوموړي له کورنۍ او خواخوږو سره په دې لوی غم او درد کې ځان شريک بولي او تسليت ورته وايي.

الله تعالی دې عثمان کاکړ وبخښي، جنتونه دې ځای شي؛ کورنۍ، همفکرانو او په ټوله کې پښتون ولس ته جميل صبر او زغم غواړو.

الحکم لله

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۶:۲۰
Background image

د حضرت ضیاء المشائخ محمد ابراهیم مجددي رحمه الله یاد غونډه

د شنبې ورځ د ۱۴۴۶هـ ق کال د رجب المرجب په «۱۷مه» نېټه چې د ۱۴۰۳ ل کال د مرغومي له «۲۹مې» نېټې سره سمون خوري د علامه احمد علي کهزاد د غونډو په تالار کې د (د حضرت ضیاء المشائخ محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۵:۱
Background image

د هایپرتایروییډېزم د اپیډیمولوژي، تشخیصیه او درملیزو میتودونو بررسي

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت د طبي علومو د مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحیم وردک (د هایپرتایروییډېزم د اپیډیمولوژي، تشخیصیه او درملیزو میتودونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۵:۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د مرغومی میاشتې پر ۱۸ مه نېټه ترسره کړه.

BACK TO NEWS