د تڼیو د ګړدود تحلیلي څېړنه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۲:۱۴
علمي غړي ښاغلي نوماند څېړندوی احمد الله وصال

"د علمي-څېړنېزي پروژې دفاع"

د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونيت اړوند د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټیوټ علمي غړي ښاغلي نوماند څېړندوی احمد الله وصال د نوماندۍ دورې د رفع کولو له پاره له خپلې یو کلنې علمي - څېړنیزې پروژې "د تڼیو د ګړدود تحلیلي څېړنه" څخه د علومو اکاډمۍ د څېړونکو، استادانو، پوهانو او د دفاع د ارزونې کمېسیون په شتون کې دفاع وکړه.

دا علمي- څېړنيزه رساله د لارښود استاد پر نظر سربېره؛ په سريزه، څلورو څپرکو، پايلې، وړاندیزونو، او مأخذونو مشتمله ده چې تفصیل یې په لاندې ډول دی:

په لومړي څپرکي کې د اړوندې موضوع پر شاليد خبرې شوې دي.

په دويم څپرکي کې د تڼیو په مېنو بحث شوی، د تاریخ په اوږدو کې د هغوی استوګنځي ښوول شوي دي، د تڼیو قبیلوي جوړښت بیان شوی او د تاریخي اثارو پر ځای د تڼیو له مشرانو څخه د دې قبیلې هغه ډول شجرې راخیستل شوې دي چې عملاً د دې قبیلې په قبیلوي امورو کې په کار وړل کېږي.

په درېيم څپرکي کې د ګړدودونو په ارزښت خبرې شوي او د بېلا بېلو غږونو په واسطه د پښتو ګړدودونو په شوو وېشونو کې د تڼیو د ګړدود ځای په ګوته شوی، د تڼیو د ګړدود خپلمنځي توپیرونه واضیح شوي او پر دې بحث شوی دی چې په ګړدودي وېشونو کې باید يوازې غږونه د ګړدودي وېش د واحدونو په توګه و نه نیول شي، بلکې په ګړدودي وېشونو کې باید د ژبې د نورو نظامونو ځانګړنې چې د بېلا بېلو ګړدودونو په خټه او شخصیت کې ځانګړی ارزښت لري هم په نظر کې ونیول شي او د څپرکي په پای کې د تڼیو د ګړدود وییونه راوړل شوي دي.

په څلورم څپرکي له معیاري ژبې سره د پرتلنې له مخې د ټنيو د ګړدود غږیزې، وییزې، مانیزې او غونډلیزې ځانګړنې بیان شوې دي او د دې ګړدود د غږونو په اوښتون، اوړون، حذف، زیاتېدا، څپو، تضعیف، تقویه، نومونو، قیدونو، ستاینومونو، نومځرو، سربلونو، اوستربلونو، تورو، اداتو، د وییونو په مانیزو توپیرونو او د غونډلو په ورته‌والي او توپیر خبرې شوې دي.

څېړونکي په پای کې د دې علمي-څېړنيزې پروژې پايله، وړانديزونه، او په رساله کې کارول شوي مأخذونه راوړي دي.

د دې علمي- څېړنيزې پروژې د دفاع په پای کې د څېړونکي له خوا د څېړونکو او ګډونوالو پوښتنو ته مثبت ځوابونه وويل شول.

د غونډې په پای کې "د تڼیو د ګړدود تحلیلي څېړنه" پروژې دفاع د ارزونې د کمېسيون له لوري د رايو په اکثریت سره مثبته وارزول شوه او څېړونکی احمد الله وصال له نوماند څېړندوی رتبې څخه د څېړندوی علمي رتبې ته د ترفیع وړ وبلل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
Background image

نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه ‎شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د. . .

BACK TO NEWS