د رئیس پيژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د سرپرست رئيس ښاغلي څېړنوال دكتور عبدالظاهر شکېب لنډه پېژندنه:

 

دکتور عبدالظاهر شكېب چې اصلاً د كونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ دى، په ۱۳۵۶لمريز كال د حمل په ۱٣مه نېټه د كندوز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ د حاجي زرغون په كلي كې زېږېدلى دى، خپلې لومړنۍ زده كړې يې د کډوالۍ پر مهال تر شپږم ټولګي پورې د كوزې پښتونخوا د ديرضلعې د جندول د توركلا د حضرت عمر فاروق په لومړني ښوونځي كې كړې دي، وروسته بيا په ۱۳۶۵لمريز كال د تېمرګرې د محمديې لېسې په اووم ټولګي كې شامل شوى، تر دولسم ټولګي پورې يې په همدغه لېسه کې درس ويلى او په ۱۳۷۱لمريز كال د شهید مولوي حبيب الرحمن له لېسې څخه فارغ شوى دى، په همدغه يعنې ۱۳۷١لمريز كال د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه كې شامل شوى او په ۱۳۷۵لمريز كال د ځينو مشكلاتو له امله ترې پوهنتون په وروستي سمستر كې پاتې شوى دى، وروسته په ۱۳۸۱لمريز كال له نوموړي پوهنتون څخه د ليسانس په سويه په لومړۍ درجه فارغ شوى دى.

د ۱۳۸٣لمريز كال د حمل په ۱۸مه د افغانستان د علومو اكاډمي په كادري ازموينو كې تر برياليتوب وروسته د پښتو څېړنو د بين المللي مركز علمي غړى شوى دى. په ۱۳۸۴لمريز كال يې د څېړنيار علمي رتبې ته ترفېع كړې او ترڅنګ يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه كې د ماسترۍ پروګرام هم تعقيب كړى او په ۱۳۸۶لمريز كال يې له كابل پوهنتون څخه د ماسترۍ سند ترلاسه كړى دى. په ۱۳۸۸لمريز كال يې د څېړندوى علمي رتبې او په ۱۳۹۳لمريز كال يې د څېړنوال علمي رتبې ته ترفېع كړې ده.

ښاغلي شكيب په ۱۳۸۴لمريز كال د پښتو څېړنو د بين المللي مركز دتاْليف او ترجمې انستيتوت آمريت دنده هم ترسره كړې او له ۱۳۸٦لمريز كال څخه تر ۱۳۹٠ل كال پورې د پښتو څېړنو د بين المللي مركز علمي منشي و. له ۱۳۹۲ ل كال څخه د ١٣٩٧لمريز کال د تلې مياشتې تر ١١مې پورې يې د افغانستان د علومو اكاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيكو د رياست چارې پر مخ بېولي دي او تر دې وروسته د جلالتمآب جمهور رئيس محمد اشرف غني د حکم له مخې د علومو اکاډمي د سرپرست رئيس په توګه وټاکل شو. نوموړي په

۲۰۱۸م کال له پېښور پوهنتون څخه خپله دکتورا اخيستې ده.

ښاغلى شکيب تر دې مهاله د بېلابېلو ادارو له خوا په تقديرنامو او ستاينليکونو هم مفتخر شوى او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جلالتمآب جمهور رئيس د ٢٦/١٢/١٣٩٤ل نېټې د ١٦٣ گڼې فرمان له مخې ورته د علامه سيد جمال الدين افغان عالي دولتي نښان هم ورکړل شوى دى. 

ښاغلى شكيب چې كله د پېښور پوهنتون د دكتورا دورې محصل و، نو د پېښور پوهنتون په تاريخ كې لومړى محصل دى چې د پوهنتون د علمي ژورنال د تحرير هيئت غړى هم و.

ښاغلي شكېب د پوهنتون له دورې څخه تراوسه په لسګونه علمي- څېړنيزې مقالې ليكلي دي، چې په كابل مجلې، تكتو، پښتو، پيوټاج، زېري جريدې، عرفان مجلې، د سولې هڅه مجلې، كونړ غږ مجلې، سنځله مجلې، لمبه، كندهار مجلې، لوپټه او نورو مجلو، اخبارونو او انټرنټ پاڼو كې نشر شوې دي او د ځينو ملګرو په ګډون يې د پښتو– پښتو تشريحي قاموس دوهم چاپ، زاهد پښتو- پښتو قاموس، انګليسي- پښتو قاموس، د آريانا دايرة المعارف او د خوشحال خټك د كلياتو په چمتو كولو كې هم ونډه اخيستې ده، پر دې سربېره يې تر لسو زيات مستقل علمي- څېړنيز آثار هم كښلي دي چې ځينې يې چاپ دي. دغه راز په لسګونه آثار يې په اهتمام چاپ شوي دي.

 

په درناوي