د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ د عامه کتابتون سره د علمي آثارو مرسته وشوه؛
د زابل ولایت دشینکۍ ولسوالۍ د عامه کتابتون د غوښتنې په اساس د افغانستان د علومو اکاډمي ګڼ شمېر علمي – څېړنیز کتابونه او ګڼې مجلې ددې کتابتون سره د مطالعې فرهنګ د دودولو او د ځوانانو د علمي کچې لوړولو لپاره مرسته وکړه.