د سيمه ييزو مطالعاتو ژورنال نوې ګڼه (۷۲-۷۳) چاپ شوه!

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۲۴
د سيمه ييزو مطالعاتو ژورنال نوې ګڼه (۷۲-۷۳) چاپ شوه!

سيمه ييز مطالعات ژورنال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز علمي – څېړنيز ژورنال دی چې په ۱۳۸۵ ل. کال تأسیس شوی دی، په ياد ژورنال کې د سيمې د هېوادونو پر سياسي، اقتصادي او کلتوري حالاتو او همدارنګه له نړيوالو سازمانونو او سيمه ييزو بنسټونو سره د سيمې د هېوادونو او افغانستان پر اړيکو تحليلي بحثونه خپرېږي.

د سيمه ييزو مطالعات ژورنال نوې ګڼه (۷۲-۷۳) چې د ۱۴۰۳ ل، دوه ګڼې دي؛ د څېړندوی بشرمل زرغون تر مسؤليت او د عبدالرحمن رسولي تر اهتمام لاندې چاپ شوې، ياده ګڼه ۱۷۸ مخونه لري چې په کې لاندې علمي- څېړنيزې مقالې خپرې شوې دي:

۱. از اورنبورګ تا بخارا (سفرنامۀ دوکتور اډورډ ايورسمن)،

نويسنده: سرمحقق زلمی هيوادمل.

۲. د تاجکستان او سعودي عربستان فرهنګي اړيکې،

ژباړن: څېړنپوه عبدالرحيم بختانی.

۳. د ګالوان له پېښې وروسته د هند او چين...،

ليکوال: څېړنوال ضياءالحق ضيا.

۴.د واګنر ډلې پېژندنه او د روسيې...،

ليکواله: څېړنواله خاطره شينوارې.

۵. افغانستان ته د سيمه ييزې پانګونې...،

ليکوال: څېړندوی اول خان شکېب احمدزی.

۶. د قره باغ په شخړه کې د اذربايجان بريا او...،

ليکوال: څېړنوال عبدالخالق فردوس.

۷. په منځني ختيځ کې د ايران او...،

ليکوال: څېړندوی عاشق الله اخلاصيار.

۸. بررسی الګوی های اقتصادی چين.

نويسنده: محقق زهره محمدزی.

۹. تحليل استراتيژی های اقتصادی و...،

نويسندګان: ابوذر خپلواک و محمدبلال تائب.

یاده مجله په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلې او ډاونلوډ کولاې شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-02/Regional%20studies%20quarterly%20journal%20no.%201-2%20year%201403.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۵۸
Background image

بررسی برنامه های تربیتی مریدان از دیدگاه امام شاه ولی الله دهلوی رحمه الله

معاون سر محقق محمد نذیر محمدی آمر دیپارتمنت تصوف مرکز عقیده و ثقافت معاونیت علوم اسلامی اکادمي علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان (بررسی برنامه های تربیتی مریدان از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

« بهر ته د درملنې په موخه د ناروغانو د تګ د عمده لاملونو څېړنه» د علمي - څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

دغه ټولګه « بهر ته د درملنې په موخه د ناروغانو د تګ د عمده لاملونو څېړنه» تر سرلیک لاندې د علمي ـ څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه ده چې یاد سیمینار د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۰
Background image

پر کابل د پاکستان د هوایي تېري ارزونه او د افغانستان پر سیمه ییزو تعاملونو یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو د انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیاد بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې. . .

BACK TO NEWS