د سيمه ييزو مطالعاتو ژورنال نوې ګڼه (۷۴-۷۵) چاپ شوه!

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۵:۴۲
د سيمه ييزو مطالعاتو ژورنال نوې ګڼه (۷۴-۷۵) چاپ شوه!

سيمه ييز مطالعات ژورنال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز علمي – څېړنيز ژورنال دی چې په ۱۳۸۵ ل. کې يې خپرېدل پيل شول، په ياد ژورنال کې د سيمې د هېوادونو پر سياسي، اقتصادي او کلتوري حالاتو تحليلي بحثونه خپرېږي؛ همدارنګه له نړيوالو سازمانونو او سيمه ييزو بنسټونو سره د سيمې د هېوادونو او افغانستان پر اړيکو تحليلي بحثونه هم خپرېږي.

د سيمه ييزو مطالعات ژورنال نوې ګڼه (۷۴-۷۵) چې د ۱۴۰۳ ل، دوه ګڼې دي؛ د څېړندوی بشرمل زرغون تر مسؤليت او د عبدالرحمن رسولي تر اهتمام لاندې چاپ شوې، ياده ګڼه ۱۸۴ مخونه لري، دغه ګڼې د يوه تېر شوي سيمېنار مقالو ته ځانګړې شوې چې په کې ۹ علمي- څېړنيزې مقالې خپرې شوې دي، سرليکونه يې په دې ډول دي:

۱. د مرکز يادښت. دوکتور څېړنپوه عبدالظاهر شکېب.

۲. د ملي ګټو په چوکاټ کې د بېطرفه...، ليکوال: څېړنوال عبدالصبور مبارز.

۳. ظرفيت ها و الزامات افغانستان برای...، نويسنده: معاون سرمحقق عبدالشکور سالنګی.

۴. د افغانستان جيوپولټيک موقعيت او...، ليکوال: څېړندوی عمران زکريا.

۵. د بېطرفه بهرني سياست تيورکي څېړنه. ليکوال: څېړنوال ضياءالحق ضيا.

۶. د لومړۍ او دويمې نړيوالې جګړې پرمهال...، ليکوال: څېړندوی جلال الدين نجيم.

۷. په سيمه ييزو شخړو کې د افغانستان د...، ليکوال: څېړندوی احسان الله احسان.

۸. د سړې جګړې پر مهال د افغانستان د...، څېړندوی عاشق الله اخلاصيار.

۹. مقايسۀ استراتيژی بيطرفی و عدم تعهد. نويسنده: معاون سرمحقق راضيه غوث.

یاده مجله په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلې او ډاونلوډ کولاې شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-02/Regional%20studies%20quarterly%20journal%20no.%203-4%20year%201403.pdf

تاسې کولای شئ چې یاده ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS