د سيمه ييز مطالعاتو ژورنال ۱۴۰۴ ل، د لومړۍ ربعې لومړۍ ګڼه چاپ شوه!

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۱:۴۲
د سيمه ييز مطالعات ژورنال ۱۴۰۴ ل، د لومړۍ ربعې لومړۍ ګڼه چاپ شوه!

سيمه ييز مطالعات ژورنال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي – څېړنيز ژورنال دی چې په ۱۳۸۵ ل. کې يې خپرېدل پيل شول، په ياد ژورنال کې د سيمې د هېوادونو پر سياسي، اقتصادي او کلتوري حالاتو همدارنګه له نړېوالو سازمانونو او سيمه ييزو بنسټونو سره د سيمې د هېوادونو او افغانستان پر اړيکو تحليلي بحثونه خپرېږي.

د سيمه ييز مطالعات ژورنال د لومړۍ ربعې لومړۍ ګڼه چې د ۱۴۰۴ ل، پرله پسې (۷۶) يمه ګڼه ده؛ د څېړندوی بشرمل زرغون تر مسؤليت او اهتمام لاندې چاپ شوه، ياده ګڼه ۱۷۴ مخونه لري، دغه ګڼه د يوه تېر شوي سيمېنار (د افغانستان بېطرفه بهرنی سياست، دويمه برخه) مقالو ته ځانګړې شوې چې په کې ۶ علمي- څېړنيزې مقالې خپرې شوې دي، سرليکونه يې په دې ډول دي:

۱- بررسی عوامل انتخاب استراتژی بيطرفی در سياست خارجی کشورها، نويسنده: عبدالرحمن کريمی.

۲- د افغانستان په بېطرفه بهرني سیاست کې ولسي ونډه، ليکوال: څېړندوی محمدشفا مشفق.

۳- بررسی سیاست بيطرفی افغانستان در دوران حکومت ظاهرشاه، نويسنده: سيد خليل کوهی

۴- د بین المللي حقوقو په رڼا کې د بېطرفه دولت حقوق او مسؤليتونه، ليکوال: څېړندوی اول خان شېکب احمدزی.

۵- عوامل انتخاب استراتیژی بيطرفی در سياست خارجی کشورهای: سوئيس، اتريش، ترکمنستان، عمان و افغانستان، نويسنده: محقق زهره محمدزی.

۶- د اقتصادي فرصتونو او ټرانزیټي اسانتیاو په رامنځ ته کولو کې د افغانستان د بېطرفه بهرني سياست نقش، ليکوال: څېړنيار حميدالله نيازی.

یاده مجله په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلې او ډاونلوډ کولاې شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-07/Regional%20studies%20quarterly%20journal%20no.%201%20year%201404.pdf

تاسې کولای شئ چې یاده ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
Background image

نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه ‎شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د. . .

BACK TO NEWS