د سيمه ييز مطالعات ژورنال نوې ګڼه چاپ شوه!

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۷ - ۹:۳۳
د سيمه ييز مطالعات ژورنال نوې ګڼه چاپ شوه!

سيمه ييز مطالعات ژورنال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو  د مرکز علمي – څېړنيز ژورنال دی چې په ۱۳۸۵ هـ.ل. کال کې يې خپرونې پېل کړې، چې تراوسه يې ۵۹ ګڼې خپرې کړې دي. په دغه ژورنال کې د سيمې د هېوادونو پر سياسي، اقتصادي او کلتوري حالاتو  تحليلي بحثونه خپريږي، همدارنګه د نړيوالو سازمانونو او سيمه ييزو بنسټونو سره د سيمې د هېوادونو او افغانستان پر اړيکو تحليلي بحثونه هم خپرېږي.

د سيمه ييزو مطالعات ژورنال نوې ګڼه (۵۹) چې تازه له چاپه راوتې، ټول ۱۹۸ مخونه لري چې په کې د سيمې ييزو حالاتو په اړه ۱۰ علمي او څېړنيزې مقالې خپرې شوې دي چې سرليکونه يې په دې ډول دي:

۱- نگاهی برفعالیت‏های ترکیه در عرصه بازسازی افغانستان پس از 2001م.     محقق فوزیه فضلی

۲- همکاری‌های اقتصادی ترکیه با افغانستان با توجه به راه لاجورد                سرمحقق شیرعلی تزری

۳- په وروستۍ یوه پېړۍ کې د افغانستان او ترکیې د اړیکو څېړنه                 څېړنپوه دوکتور محمد شریف ځدراڼ

۴- نقش ترکیه در سیاست خارجی افغانستان بعد از 2001م.                         محقق راضیه غوث     

۵- د افغانستان او ترکیې د خلکو فولکلوریک مشترکات              څېړندویه خاطره شینوارې

۶- جلوه های قدرت هوشمند ترکیه در افغانستان پس از سال  2002م            محمداعظم طارق

۷- د افغانستان او ترکیې اړیکې؛ فرصتونه او ننګونې                                  څېړندوی عمران زکريا

۸- د ناګورنو قره باغ شخړه او په دې شخړو کې د ترکیې، افغانستان او ځینو نورو هېوادونو دریځونه

څېړنپوه عبدالرحیم بختانی خدمتګار

۹- ترکيه او د افغانستان د سولې پروسه                                              څېړنوال محمد سرور احمدزی

۱۰- جایگاه منطقه‌ای ترکیه                                                                 څېړنوال نعمت الله اخګر

د دې مجلې د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/sites/default/files/2022-11/%D8%B3%DB%8C%D9%85%D9%87%20%DB%8C%DB%8C%D8%B2%20%D9%85%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%B9%D8%A7%D8%AA%20%D9%85%D8%AC%D9%84%D9%87%20%D8%8C%20%D8%AF%20%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9%20%DA%A9%D8%A7%D9%84%20%DB%B4%20%DA%AB%DA%BC%D9%87.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۱:۲۲
Background image

«پښتو کیسه ییز ادبیات» د مقالو ټولګه چاپ شوه

زېری د هېواد له پخوانيو خپرونو څخه ده چې په ۱۳۱۶ل کال کې تأسيس شوې او تر دې دمه يې نږدې نهه لسيزې (۱۳۱۶- ۱۴۰۴ل) د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ په برخه کې نه ستړي کېدونکي زيارونه ګاللي دي. په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۵۷
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې او کب مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

BACK TO NEWS