"د شلمې پېړۍ په دویمې نیمايي کې د پښتو ادب د پرمختیايي بهیر څېړنه" اثر چاپ شو

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۰:۳۰
د شلمې پېړۍ په دویمې نیمايي کې د پښتو ادب د پرمختیايي بهیر څېړنه

دا د هغه اثر نوم دی چې څېړنپوه دوکتور سیدنظیم سیدي د خپلې سرمحققۍ رتبې ته د ارتقا لپاره لیکلی او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست پر ۱۴۰۲ لمریز کال په (۷۱۷) مخونو کې په وزیري سایز کې چاپ کړی دی.

پر یاد کتاب څلورو استادانو تقریظونه لیکلي او د کتاب اهمیت او ارزښت يې په هر اړخیزه توګه واضح کړی دی.

کتاب پر سریزې سربېره څلور څپرکي لري چې په لومړي څپرکي کې د موضوع شالید راغلی او په شالید کې د موضوع په اړه پخواني خواره واره کارونه په ګوته شوي دي، تر هغې وروسته دویم څپرکی دی چې په هغې کې د شلمې پېړۍ د دویمې نیمايي سیاسي، ټولنیز او فرهنګي حالات په تفصیل سره څېړل شوي او دا په کې په ډاګه شوي چې دغه مسایل د ټولنې فرهنګي او په ځانګړې توګه ادبي لوری کومې خوا ته او په کومه بڼه بیايي. درېیم څپرکی د وخت په اساسي قوانینو او رسنیو کې د پښتو ژبې دريځ ته ځانګړی شوی، چې بې له شکه د وخت د حکومتونو رښتینولي او نارښتینتوب په بې پرې توګه په ډاګه کوي، ځکه ډېر ځله داسې شوي چې حکومتونو په ښکاره د ژبو د انډول ساتنې خبره کړې، خو د رسنیو په مطالبو او د حکومت په داخلي کړنو کې بیا داسې نه وي او همدا مسایل ژبنۍ او منځپانګیزې ستونزې زېږوي، نو دا څپرکی لومړی په قوانینو کې دا مسایل څېړي او بیا د عمل په جامه کې سترګۍ پسې اچوي.

څلورم څپرکی د شلمې پېړۍ په دویمې نیمايي کې د پښتو ادب د صعودي او نزولي سیر یا لارو چارو څېړنه ده، چې دا بیا دوې برخې لري، لومړۍ برخه يې د شلمې پېړۍ په دویمې نیمايي کې په پښتو ادب کې د ترسره شوي کار څېړنه ده، چې دغه څېړنه هم په فولکلوري ادبیاتو کې ده او هم په تحریري ادبیاتو کې چې منثور او منظوم ژانرونه دواړه رانغاړي او دویمه برخه يې د شلمې پېړۍ په دویمې نیمايي کې د نامتو ادبي او فرهنګي څېرو پېژندنه او د اثارو شننه او ارزونه ده، چې دغو اثارو په شکل د اشکالو زموږ د ټولنې د فرهنګ او ادب په لوري ورکولو او برخلیک په ټاکلو کې عمده رول لوبولی دی او که ووایو چې د ادبیاتو د درېیمې دورې په پړاوونو کې هم ژور رول لري، نو ډېره مبالغه به نه وي.

د کتاب وروستي برخه د پښتو ادب د پرمختیا لپاره د علمي طرحې وړاندې کول دي چې دغه طرحه د ادبیاتو د درېيمې دورې وروستي یا څلورم پړاو په اړه پوښتنې او ځیرنې په ګوته کوي او د نورو ادبي دورو آرونو ته په کتلو سره دغه پړاو هم نوې دوره بولي یا لږ تر لږه ادبي پړاو ننګوي.

نو په ټوله کې کتاب دا او دې ته ورته په لسګونو نور علمي او ادبي مسایل څېړي چې ډېر مسایل يې د ادبیاتو تاریخونه او د ادبي تاریخ دورې ننګوي او څېړونکي هغو مسایلو ته ځير کوي چې نور باید ورته پاملرنه وشي.

د دغه اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-11/Study%20of%20The%20Pashto%20Literature%E2%80%99s%20Progress%20During%20The%202nd%20Half%20of%20the%2020st%20Century.pdf

يادونه: دغه کتاب د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۶:۳۳
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو علمي او فرهنګي اشخاصو د استازو له راغلي پلاوي سره وکتل

د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود پرون په خپل ریاست کې په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو علمي او فرهنګي اشخاصو د استازو له راغلي پلاوي سره وکتل. یادو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۰:۵۶
Background image

د ټولنې په اصلاح او روزنه کې د رسنيو رول

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونيت د ټولنيزو علومو ریاست د ژورناليزم انستيتوت آمر څېړنوال محمد داود ناظم د څېړنپوه علمي رتبې ته د لوړاوي لپاره له لايحې سره سم خپل علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۰:۴۰
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د وری میاشتې پر ۱۴ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS