د شوروي اتحاد رامنځته کېدل او ړنګېدل؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې ۱۹۱۷ – ۱۹۹۱ز.کال

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۴:۱۴
څېړندوی عبدالخالق فردوس

« د علمي ـ څېړنیزې پروژې دفاع»

څېړندوی عبدالخالق فردوس د څېړنوال علمي رتبې ته د ترفیع په موخه له خپلې علمي ـ څېړنیزې پروژې ( د شوروي اتحاد رامنځته کېدل او ړنګېدل؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې ۱۹۱۷ – ۱۹۹۱ز.کال) بریالۍ دفاع وکړه.

څېړونکي د شوروي اتحاد رامنځته کېدو څرنګوالي، د دې اتحاد سیاسي، امنیتي، اقتصادي حالات، د دې اتحاد د ړنګېدو کورني او بهرني لاملونه، د فدراتیفي روسیې رامنځته کېدل؛ پر سیمه او افغانستان د شوروي د بهرني سیاست او وروسته یې د روسیې د بهرني سیاست اغیزو باندې هر اړخیزه رڼا واچوله او په پای کې یې اړوند چارواکو ته د خپلې ترسره شوې څېړنې پر اساس وړاندیزونه وکړل.

په پای کې د ټاکل شوي کمېسون له لوري د څېړونکي د رسالې دفاع د رایو په یووالي مثبته و ارزول شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS