د طبیعت مجلې تازه ګڼه چاپ شوه!

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۹:۴۳
د طبیعت مجلې تازه ګڼه چاپ شوه!

د طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي ـ تخنیکي علومو د معاونیت یوازېنۍ علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۶۸ل کې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله چې په هرو درو میاشتو کې یو ځل خپرېږي، له پخوا څخه په کې د طبیعي علومو د مختلفو برخو لکه ریاضي، فزیک، انجینرۍ، برېښنا او انرژي، ټکنالوژۍ، کیمیا، بیولوژۍ، طب، زراعت، جیولوژۍ، طبیعي جغرافیې، هایدرو میتیورولوژۍ،... مقالې نشر ته سپارل کېږي چې تر اوسه پورې یې ۶۷ ګڼې چاپ شوې دي؛ دا دی اوس د طبیعت مجلې ۶۶ ـ ۶۷مه ګڼه د صدیق الله فیضي په زیار او اهتمام سره تازه د چاپ په ګېڼه وپسولل شوه چې ۱۸۷ مخونه لري او د طبیعي علومو د بېلا بېلو برخو په اړه پکې ۱۲ علمي ـ څېړنیزې مقالې چاپ شوې دي چې سرلیکونه يې د لیکوالانو د نومونو په ګډون په دې ډول دي:

۱: د پروستات په سرطان کې د PSA او اسید...

څېړنپوه ډاکټر میرویس حقمل

۲: کاربرد تناوب زراعتی در توسعۀ زراعت ...

معاون سرمحقق دکتور شاهد الله ساپی

۳: ارزیابی فرصت های تجارت کوچک بر مبنای ...

معاون سرمحقق نصر الله فلک

۴: بررسی وضعیت اقلیمی حوزه های آبی ...

معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی

۵: بررسی تأثیرات هامون ها (جهیل ها) بالای ...

معاون سرمحقق عبدالوهاب همدرد

۶: د یخنۍ پر وړاندې د ژمنیو غنمو د ځینو ورایټي ...

څېړندوی محمد منیر نظیري

۷: په ځمکپوهنه کې د Remote Sensing کارونه...

څېړندوی حامد امان

۸: د کيميا په پرمختګ کې د مسلمانو پوهانو ونډه...

څېړندوی عمران لایق

۹: د کوويډ-19 ناروغۍ د اخته کیدو او مړينو پر ...

رنځوریار دکتور محمد نعیم اکبری

۱۰: نقش رسانه‌ها در حفاظت از محیط‌ زیست...

محمد رفیع تیموری

۱۱: بررسی اهمیت هنگ و چگونگی پرورش آن در ...

معاون محقق صدیق الله فیضی

۱۲: د ورۍ د حجم د زیاتوالي د لاملونو څېړنه...

نو ماند څېړندوی احمد جاوید وردک

یادونه:

د دې مجلې د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی شئ....

https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-01/Tabiat%20quarterly%20journal%20no.%201-2%20Year%201402.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS