د علومو اکاډمي او د کوچيانو چارو سمون ادارې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۱۲:۳۲
د علومو اکاډمي او د کوچيانو چارو سمون ادارې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

د افغانستان د علومو اکاډمي او د کوچيانو چارو سمون ادارې ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه ليک د ۱۴۰۰هـ. ش کال د غبرګولي په ۲۷مه نېټه د پنجشنبې په ورځ لاسليک شو.

دغه هوکړه ليک د علومو اکاډمي عمومي رئيس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب او د کوچيانو چارو د سمون ادارې رئيس استاد حبیب الرحمن لاسليک کړ.

ښاغلي دکتور شکېب په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل، دا هوکړه ليک د دواړو لورو د ګډو همکاريو هر اړخيزه اډانه ده چې له مخې به يې ځينې ګډ فعاليتونه او خدمات ترسره کېږي.

د هغه په خبره، دواړه لوري به د کوچي پېژندنې ملي او سيمه ييز علمي سيمينارونه او پروګرامونه جوړوي او پايلې به يې له اړوندو سکتوري ادارو سره د راتلونکو برنامو د طرح او پلي کېدو لپاره شريکوي.

ده زياته کړه، علومو اکاډمي په هېواد کې د تر ټولو سترې علمي- څېړنيزې مرجع په توګه او د کوچيانو چارو سمون اداره د کوچي قشر د فرهنګي- ټولنيز ميراث ساتنې او د اقتصاد- مالداري نظام غوړېدا په پار به هڅه کوي چې د دې هوکړه ليک مواد په بشپړه توګه عملي کړي.

ښاغلي استاد حبیب الرحمن د ياد شوي هوکړه ليک په تړاو وويل، د دې تفاهمنامې موضوع د کوچيانو فرهنګ او دودونو پالنه او د کوچيانو فرهنګ خوندي کول دي.

د ده په وينا، د کوچيانو اداره به د کوچيانو په اړه په فرهنګي او ټولنيزو برخو کې خپل پروګرامونه او پلانونه له علومو اکاډمي سره په مشوره تدوينوي.

نوموړي زياته کړه، دواړه لوري به هڅه کوي له يو بل سره د فرهنګي ميراثونو په ځانګړې توګه د کوچياني غني فرهنګ، د دودونو خوندي کولو، ساتنې او پېژندنې په برخه کې همکاري وکړي او د کوچياني فرهنګ او لرغونو تاريخی ميراثونو ساتنې او اقتصادي- مالداري د ودې په پار د اړتيا وړ څېړنې او مطالعات تشخیص او وپېژني او د يوې مشترکې څېړنيزې اجنډا د تدوين لپاره يې عملي ګامونه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS