د علومو اکاډمي د تفتیش آمریت پېژندنه
مقدمه:
د داخلي تفتیش آمریت په تشکیل کې مستقیماً د علومو اکاډمي د عمومي رئیس تر اثر لاندې کار کوي او له خپلو اجراآتو مسقیماً د علومو اکاډمي ریاست ته د ګزارش ورکولو مسوولیت لري.
د داخلي تفتیش آمریت قوانین، قرامین، د وزیرانو شوران مصوبې، د داخلي تفتیش ادارې د مقررو احکام، د داخلي تفتیش ادارې د ستندرد تعلیمات نامه او داسې نورو اسنادو چې د علومو اکاډمي د معالی او اداري فعالیتونو کنترول او تنظیموي او دغه اسنادونه په سمه توګه څاري.
تشکیل:
عزیز الرحمن رحیمی: دریم بست: د علومو اکاډمي د داخلي تفتیش آمریت
شیر احمد جوینده: څلورم بست: د داخلي تفتیش د آمریت داخلي مفتش
څلورم بست: د داخلي تفتیش د آمریت داخلي مفتش خالي بست
سارا: اتم بست: د علومو اکاډمي د داخلي تفتیش آمریت امربر
د علومو اکاډمي د داخلي تفتیش آمریت مسؤلیتونه:
۱- د هغه واحدونو چې په مستقیماً توګه د علوم اکاډمي د عمومي ریاست تر اثر لاندې دي د هغو د مالی او اداری کړنو منظم تفتیش او بررسي.
۲-د داخلي مراجعو تنظیم او لارښوونه د علومو اکاډمي د عمومي ریاست په سیستم کې.
۳-د کنترول او تفتیش د کارونو د تکمیل په پار د علومو اکاډمي د عمومي ریاست په سیستم کې د پیشنهادونو تنظیمول.
۴- د علومو اکاډمي په سیستم کې له تحت اثر داخلي واحدونو سره میتودیک او عملي همکاري .
۵-د تفتیش او بررسۍ د نتایجو پر اساس، د موثر ارتقا د تولدی له پاره د پیشنهاد ترتیب، د محصولاتو په قیمتونو کې کمښت راوستل، له بشري قواوو څخه ښه استفاده، د مالی او جنسي ذخیرو ثابته سرمایه، د ملکیتونو د حفاظتول، له غیر ضروري مصاروفو جلوګیری کول، له دارايي څخه غیر معقوله استفاده او دولتي ډسپلین تفتیش.
۶- د هغو واحدونو چې د علومو اکاډمي د عمومي ریاست تر اثر لاندې دي د هغو د مالي او اداري تفتیش او ارزونه.
۷-د علومو اکاډمي د عمومي ریاست د پلان مطابق او د هغو د لزوم دید او د مافوق مقاماتو د اوامرو پر اساس خارج د پلان د مالی او اداری فعالیتونو تفتیش او ارزونه .
۸- د پخواني اجرا شوي تفتیش د موضوعاتو او مالی او اداري فعالیتونو او د تصامیمو او پیشنهادونو عملي کول.
۹-د د تفتیش د نتایجو د ارزیابی او تحلیل پر اساس د تشخیص شوي نواقصو کنترول او د هغو تطبیق.
۱۰- د تفتیش په جریان کې د علومو اکاډمي د اثر لاندې د واحدونو د د غیر قانونوي کړنو په هکله قانوني پریکړې کول.
۱۱- له تشخیص شوي سرغړونو او غیرقانوني اجراآتو د ذیصلاح مقام خبرول.
د داخلي تفتیش آمریت دندې:
۱-د علومو اکاډمي د منقول او غیر منقول دارایي او سرغړونو د تشخیص په پار د داخلي تفتیش د آمریت د پلان جوړول،
۲-د مفتشینو له پاره د کاري رهنمودونو ترتیبول، د چارو د ښه پرمختګ له پاره هغو ته لارښوونه او د هغو توظیفول د علومو اکاډمي مربوطه برخو کې.
۳- د علومو اکامي د کاري فعالیتونو په هکله د داخلي مفتش او د تفتیش د عالي ادارې د پلاوي د نظریاتو او وړاندیزونو د تطبیق له څارنګوالی کنترول، د اطمینان په پار.
۴- د چارو د ښه پرمختګ او د هماهنګي د ایجاولو په پار د تفتیش له عالي ادارې سره د اړیکو ساتل او د دغې ادارې غونډو کې د الزام په صورت کې ګډون کول.
۵- د مفتش له چارو اطمینان حاصلول او د هغو له خوا د وړاندې شوي ګزارشونو د محتوا دقیق ملاحظه کول او د علومو اکاډمي مقام ته د هدایت، منظوری او د هغه تحقق پاره استول.
۶-د علومو اکاډمي د عادي او انکشافي بودیجې د مصارفو څخه د اطمینان په خاطر د مفتش د ګزارشونو ارزیابی او تحلیل کول.
۷- د مفتش د تحقق د پروسیجرونو او د رهنمود په رڼا کې د تفتیش څرنګوالی څخه نظارت او مراقبیت د اطمینان په خاطر.
۸- د کارونو د ښه پرمختیا په پار د دې آمریت مربوط بستونو د استخدام او ظرفیت لوړونې له پروسې څخه نظارت.
۹- د داخلي تفتیش د آمریت له اهدافو، پلانونو او برنامو له پلي کېدو ساتنه.
۱۰- د هغو ټولو چارو ترسره کول چې د علومو اکاډمی د رهبرۍ لخوا د ادارې د قانون، مقرره، اهداف او خط مشي په رڼا کې سپارل کیږي.