د علومو اکاډمي د علمي شورا غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۰هـ. ش کال د سرطان مياشتې په ۸مه نېټه ترسره کړه.
په دې غونډه کې د علومو اکاډمي د بېلا بېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي- څېړنيزې رسالې او د نويو علمي- تحقیقي پروژو پلانونه تایید او تصویب شول.
پردې سربېره د علومو اکاډمي د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسايل بحث او پرېکړې وشوې.