د علومو اکاډمي د يوه کال د لاسته راوړنو راپور وړاندې شو
کابل افغانستان – د ا.ا.ا د علومو اکاډمۍ د یوه کال لاسته راوړنو راپور نن (دوشنبه) په 2/2/1444هـ. ق= 7/6/1401هـ. ش نېټه د رسنیو په مرکز کې وړاندې شو.
په یاد کنفرانس کې لومړی د علومو اکاډمۍ مرستیال مولوي امیرجان ثاقب په اجمالي ډول د ادارې په لاسته راوړنو وغږېد او ورپسې د علومو اکاډمۍ علمي منشي څېړنوال دکتور رفیع الله نیازي د اکاډمۍ د تیر یوه کال لاسته راوړنو تفصیلي راپور وړاندې کړ.
د کنفرانس په پای کې د رسنیو د استازو له خوا پوښتنې مطرح شوې چې ټولو ته ځوابونه وویل شول.
یادونه: د یاد کنفرانس بشپړ جریان به وروسته له تاسو سره په ویډیویي بڼه شریک کړای شي.