د علومو اکاډمي نوی رئيس شيخ الحديث مولوي فريدالدين محمود معرفي شو

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۳ - ۲۱:۴۹
د علومو اکاډمي نوی رئيس شيخ الحديث مولوي فريدالدين محمود معرفي شو

د افغانستان د علومو اکاډمي د نوي رئيس شيخ الحديث فريدالدين محمود د معرفي کېدو غونډه په ۸/۴/۱۴۴۳هـ. ق (۲۳/۸/۱۴۰۰هـ. ش) نېټه د يکشنبې په ورځ په علومو اکاډمي کې ترسره شوه.

غونډه د حافظ اسماعيل له خوا د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه.

ورپسې د افغانستان د چارو ادارې مرستيال او سرپرست شيخ الحديث نورالحق انور د علومو اکاډمي د نوي رئيس په توګه د شيخ الحدیث مولوي فريدالدين محمود د ټاکنې په اړه د ااا د مشرتابه حکم ولوسته.

ده په خپلو خبرو کې وویل، اسلامي امارت په هېواد کې د علومو اکاډمي په مقام او ارزښت پوهېده او د همدې لپاره يې د چارو د پرمخ بېولو لپاره د هېواد يو مطرح علمي شخصيت ښاغلی محمود ورته ټاکلی دی.

هغه زياته کړه، اوسمهال چې په هېواد کې يوه نوې مرحله شروع شوې او اسلامي نظام راغلی، په کار ده چې د افغانستان د سياسي، اقتصادي، اجتماعي، فکري او فرهنګي فعالیتونو لپاره مټې راونغاړو، ترڅو مو هېواد د سوکالۍ او پرمختګ په لور ګامونه واخلي.

د نوموړي په وينا، په دې لنډه موده کې چې په هېواد کې کوم ستر بدلون او تحول راغلی، دا د الله تعالی نصرت او نعمت دی چې د ټولو افغانانو لپاره ښه زېری او پیغام لري.

وروسته د افغانستان د علومو اکاډمي پخواني رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب وویل، د افغانستان د اسلامي امارت له مشرتابه څخه د ځان او د افغانستان د علومو اکاډمي د ټولو غړو په استازيتوب مننه کوي چې د علومو اکاډمي لپاره يې يو وړ، مناسب او له هره حيثه پاک شخص ته مسوولیت وسپاره، ځکه محمود صاحب د افغانستان د علومو اکاډمي په اداره کې له پخوا څخه کافي معلومات، پوهه او تجربه لري.

ده زياته کړه، دی د افغانستان د علومو اکاډمي د ټولو غړو له اړخه دوی ته ډاډ ورکوي چې د علومو اکاډمي ټول غړي به په پوره اخلاص او دیانت له دوی سره د پخوا په شان همکار وي او د علم او پوهې د پرمختګ لپاره به له دوی سره اوږه په اوږه کار وکړي.

هغه وايي: "ژمنه کوم چې د تل لپاره به د علماوو او پوهانو د خادم په توګه کار وکړم او د علومو اکاډمي د دې لوی علمي کور د سرلوړۍ لپاره به د مرګ تر ورځې خپلې هڅې جاري وساتم او د علومو اکاډمي د لوړتيا او پياوړتيا لپاره به کار کوم".

د شکیب په خبره، نن سبا چې علمي څېړنې له ډېر ارزښت او اهميت نه برخمنې دي او ټول سياسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنيز پرمختګونه د څېړنو پربنسټ پرمخ ځي، زموږ هېواد چې څلور لسيزې د اور په لمبو کې سوځېده او له دې امله زموږ د علمي څېړنيزو مرکزونو په شمول ټول بنسټونه زيانمن شوي وو، چې د هغو د بیارغونې لپاره څېړنو او اکاډميک کار ته ډېره اړتيا لیدل کېږي.

ورپسې د علومو اکاډمي نوي رئيس شيخ الحديث مولوي فريدالدين محمود وينا وکړه او ويې ويل، په نړۍ کې هر انسان کوښښ او زيار باسي چې بریالیتوب ته ورسيږي، خو هر شخص او ډله د کامیابۍ لپاره خپل اصول او معيارونه لري، د مسلمان لپاره د بریالیتوب معیار د هغه خالق او پیداکوونکی ټاکلی او هغه دا ده چې له دوزخه ځان وساتي او جنت يې په نصیب شي، ځکه الله تعالی فرمايلي دي: «فَمَنْ زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ»، نو موږ ټولو ته په کار ده چې په همدې ډله کې ځانونه شامل کړو.

ده زياته کړه، اوس چې افغانستان له کومو ستونزو سره مخامخ دی، پوهان او څېړونکي دې د هغو حل ته متوجه شي او حل لارې دې ورته ولټوي. موږ باید په هېواد کې د هر ډول بې دينۍ او کلتوري ښکېلاک په مقابل کې ودرېږو او ورسره مبارزه وکړو.

د غونډې په پای کې د سترې محکمې مرستيال شيخ قاسم وویل، دا چې اکاډمي کې د بېلا بېلو علومو په برخو کې څېړنې کوي او د فرهنګستان حيثیت لري، نو هیله ده چې په راتلونکي کې هم شپه خپلو ټولو چارو او څېړنو کې له اخلاصه کار واخلي، ترڅو مو کارونه لا ډېر ګټور او اغېزمن شي.

ده د علومو اکاډمي له ټولو غړو وغوښتل چې له نوې مشرتابه سره د ټولو علمي او تحقیقي چارو د پرمخ بېولو لپاره د زړه له تله او اخلاصه کار واخلي.

دا غونډه د شيخ قاسم په دعايې سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۹:۵۵
Background image

څېړندوی شریف الله سانېن د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د ورونو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ د آمر په توګه رسماً معرفي شو

د افغانستان د علومو اکاډمي د مقام په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د منظورۍ پر اساس د ژبو او ادبیاتو مرکز د ورونو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړی څېړندوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۴:۱۳
Background image

د طبیعت مجلې ۷۴ ګڼه چاپ شوه!

د طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت یوازېنۍ علمي – څېړنیزه مجله ده چې په 1368 هـ . ش. کې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله چې په هرو درېو میاشتو کې یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۲:۵۴
Background image

په افغانستان کې د مصنوعي ځيرکتیا د استعمال پر وړاندې حقوقي ننګونې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ اړوند د بشري علومو معاونیت د ټولنیزو علومو مرکز په اډانه کې د حقوقو او سیاسي علومو انسټیټیوټ د علمي غړي ښاغلي څېړندوی عبدالقهار عزیزي له لوري « په افغانستان. . .

BACK TO NEWS