د علومو اکاډمي نوی رئيس شيخ الحديث مولوي فريدالدين محمود معرفي شو

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۳ - ۲۱:۴۹
د علومو اکاډمي نوی رئيس شيخ الحديث مولوي فريدالدين محمود معرفي شو

د افغانستان د علومو اکاډمي د نوي رئيس شيخ الحديث فريدالدين محمود د معرفي کېدو غونډه په ۸/۴/۱۴۴۳هـ. ق (۲۳/۸/۱۴۰۰هـ. ش) نېټه د يکشنبې په ورځ په علومو اکاډمي کې ترسره شوه.

غونډه د حافظ اسماعيل له خوا د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه.

ورپسې د افغانستان د چارو ادارې مرستيال او سرپرست شيخ الحديث نورالحق انور د علومو اکاډمي د نوي رئيس په توګه د شيخ الحدیث مولوي فريدالدين محمود د ټاکنې په اړه د ااا د مشرتابه حکم ولوسته.

ده په خپلو خبرو کې وویل، اسلامي امارت په هېواد کې د علومو اکاډمي په مقام او ارزښت پوهېده او د همدې لپاره يې د چارو د پرمخ بېولو لپاره د هېواد يو مطرح علمي شخصيت ښاغلی محمود ورته ټاکلی دی.

هغه زياته کړه، اوسمهال چې په هېواد کې يوه نوې مرحله شروع شوې او اسلامي نظام راغلی، په کار ده چې د افغانستان د سياسي، اقتصادي، اجتماعي، فکري او فرهنګي فعالیتونو لپاره مټې راونغاړو، ترڅو مو هېواد د سوکالۍ او پرمختګ په لور ګامونه واخلي.

د نوموړي په وينا، په دې لنډه موده کې چې په هېواد کې کوم ستر بدلون او تحول راغلی، دا د الله تعالی نصرت او نعمت دی چې د ټولو افغانانو لپاره ښه زېری او پیغام لري.

وروسته د افغانستان د علومو اکاډمي پخواني رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب وویل، د افغانستان د اسلامي امارت له مشرتابه څخه د ځان او د افغانستان د علومو اکاډمي د ټولو غړو په استازيتوب مننه کوي چې د علومو اکاډمي لپاره يې يو وړ، مناسب او له هره حيثه پاک شخص ته مسوولیت وسپاره، ځکه محمود صاحب د افغانستان د علومو اکاډمي په اداره کې له پخوا څخه کافي معلومات، پوهه او تجربه لري.

ده زياته کړه، دی د افغانستان د علومو اکاډمي د ټولو غړو له اړخه دوی ته ډاډ ورکوي چې د علومو اکاډمي ټول غړي به په پوره اخلاص او دیانت له دوی سره د پخوا په شان همکار وي او د علم او پوهې د پرمختګ لپاره به له دوی سره اوږه په اوږه کار وکړي.

هغه وايي: "ژمنه کوم چې د تل لپاره به د علماوو او پوهانو د خادم په توګه کار وکړم او د علومو اکاډمي د دې لوی علمي کور د سرلوړۍ لپاره به د مرګ تر ورځې خپلې هڅې جاري وساتم او د علومو اکاډمي د لوړتيا او پياوړتيا لپاره به کار کوم".

د شکیب په خبره، نن سبا چې علمي څېړنې له ډېر ارزښت او اهميت نه برخمنې دي او ټول سياسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنيز پرمختګونه د څېړنو پربنسټ پرمخ ځي، زموږ هېواد چې څلور لسيزې د اور په لمبو کې سوځېده او له دې امله زموږ د علمي څېړنيزو مرکزونو په شمول ټول بنسټونه زيانمن شوي وو، چې د هغو د بیارغونې لپاره څېړنو او اکاډميک کار ته ډېره اړتيا لیدل کېږي.

ورپسې د علومو اکاډمي نوي رئيس شيخ الحديث مولوي فريدالدين محمود وينا وکړه او ويې ويل، په نړۍ کې هر انسان کوښښ او زيار باسي چې بریالیتوب ته ورسيږي، خو هر شخص او ډله د کامیابۍ لپاره خپل اصول او معيارونه لري، د مسلمان لپاره د بریالیتوب معیار د هغه خالق او پیداکوونکی ټاکلی او هغه دا ده چې له دوزخه ځان وساتي او جنت يې په نصیب شي، ځکه الله تعالی فرمايلي دي: «فَمَنْ زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ»، نو موږ ټولو ته په کار ده چې په همدې ډله کې ځانونه شامل کړو.

ده زياته کړه، اوس چې افغانستان له کومو ستونزو سره مخامخ دی، پوهان او څېړونکي دې د هغو حل ته متوجه شي او حل لارې دې ورته ولټوي. موږ باید په هېواد کې د هر ډول بې دينۍ او کلتوري ښکېلاک په مقابل کې ودرېږو او ورسره مبارزه وکړو.

د غونډې په پای کې د سترې محکمې مرستيال شيخ قاسم وویل، دا چې اکاډمي کې د بېلا بېلو علومو په برخو کې څېړنې کوي او د فرهنګستان حيثیت لري، نو هیله ده چې په راتلونکي کې هم شپه خپلو ټولو چارو او څېړنو کې له اخلاصه کار واخلي، ترڅو مو کارونه لا ډېر ګټور او اغېزمن شي.

ده د علومو اکاډمي له ټولو غړو وغوښتل چې له نوې مشرتابه سره د ټولو علمي او تحقیقي چارو د پرمخ بېولو لپاره د زړه له تله او اخلاصه کار واخلي.

دا غونډه د شيخ قاسم په دعايې سره پای ته ورسېده.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و فصلی است که مقالات علمی – تحقیقی را به زبان انگلیسی در عرصه‌های. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۰:۱
Background image

شمارۀ 164 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان اقبال چاپ یافت

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­ های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­ های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۵:۲
Background image

«تحلیل مقایسوی اصول عقیدتی ماتریدیه، اشعریه و اهل حدیث»

به تاریخ (3 شعبان 1447هـ ق) مطابق (2 دلو 1404هـ ش) معاون سرمحقق اصحاب الدین رحمانی عضو علمي انستیتوت عقیده و تصوف،  مرکز عقیده و ثقافت، معاونیت بخش علوم اسلامی، اکادمی علوم افغانستان از. . .

BACK TO NEWS