د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې، آغلې روزا اوتمبايووا، د افغانستان د علومو اکاډمي له مرستیال مولوي امیرجان ثاقب سره ولیدل

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۳:۴۸
د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې، آغلې روزا اتونباييفا، د افغانستان د علومو اکاډمي له مرستیال مولوي امیرجان ثاقب سره ولیدل

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي بانکدارۍ پر سیسټم باندې بحث درلود، د علومو اکاډمي مرستیال مولوي امیرجان ثاقب په خپلو خبرو کې وویل چې موږ په علومو اکاډمي کې د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو مرکز په افغانستان کې د سودي نظام د له منځه وړلو او د افغاستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د بانکي سیسټم د اسلامي کولو په موخه پرانیستی دی.

آغلې روزا اتونباييفا وويل چې موږ د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي بانکدارۍ د مرکز د ایجاد او را منځ ته کېدو په خبرېدو سره دا مناسبه وبلله چې له تاسو سره په همدې مناسبت ناسته ولرو او په همدې برخه کې اړینې مرستې وکړو او همدارنګه موږ غواړو چې په افغانستان کې د کوچنۍ قرضې سیسټم ته وده ورکړو؛ ترڅو له افغانانو سره د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې مرستندوی واقع شي او غواړو په نږدې راتلونکي کې د مایکرو فایننس (کوچنۍ قرضې) د دودولو په موخه یو کانفرانس ولرو، چې د افغانستان د مرکزي بانک د اسلامي بانکدارۍ څانګې، د یوناما غړي، تجارتي بانکونه او د علومو اکاډمي د اسلامي بانکدارۍ غړي په کې ګډون ولري.

په پای کې دواړو لوریو په افغانستان د کې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د اسلامي بانکدارۍ سیسټم د رایجولو په موخه همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS