د ناڅاپي قلبي مړینو څېړنه
(علمي – څېړنیز کنفرانس)
د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت د طبي علومو د مرکز علمي غړي څېړنوال داکتر ضیاءالرحمن حقمل په ۲۸/ ۹/ ۱۴۰۱ هـ ش نېټه، د ناڅاپي قلبي مړینو تر عنوان لاندې کنفرانس د علومو اکاډمي علمي غړو ته وړاندې کړ.
د کنفرانس لڼدیز:
ناڅاپي قلبي مړینه (Sudden Cardiac Death) او یا د زړه ناڅاپه درېدل (Sudden cardiac arrest)، له ضربې (Trauma) پرته د زړه د فعالیتونو له ناڅاپي بندېدلو څخه رامنځته شوي حالت ته ویل کېږي چې له هیمودینامیک سقوط (کولپس) سره یوځای وي. دا حالت معمولاً په لنډه موده (ډېری وختونه له یوه ساعت څخه په کمه موده) کې، غیر متوقعه ناڅاپي مړینه رامنځته کوي.
د یوه اټکل له مخې د زړه د ناڅاپي مړینو ۷۰ سلنه پېښې د زړه له اکلیلي ناروغیو سره اړیکه لري. د زړه بې نظمي (Arrhythmia)، په ځانګړي ډول بطیني فبریلېشن، د زړه د ناڅاپي مړینو د اکثریت پېښو لامل ګڼل کېږي. ناڅاپي قلبي مړینې په نړیواله کچه هر کال د ۸ میلیونه په شاوخوا کې انسانانو ژوند اخلي چې تر نیمایي پېښې یې په تنهايي کې په داسې حال کې چې مرسته کوونکي یا نور څوک موجود نه وي رامنځته کېږي. د اټکل له مخې د زړه له امله د رامنځته شویو مړینو نیمايي برخه ناڅاپي قلبي مړینې جوړوي.
داسې فکر کېږي چې مخ پر وده هېوادونو کې د ناڅاپي قلبي مړینو د زیاتوالي یو لامل دا وي چې دوی د پرمختللو هېوادونو په تقلید سره په خپل خوراکي رژیم او ژوند کولو طرز کې ناسم بدلون راوستلی دی.
د ناڅاپي مړینو ناروغان کېدلای شي ځېنې خبروونکې نښې نښانې ولري، د بېلګې په ډول: د سینې دردونه، ستړیا، د زړه ټکانونه او یا هم یو شمېر نورې غیر وصفی نښې نښانې. د زړه په ناڅاپي قلبي توقف او قلبي مړینې اخته انسانان، ډېرو چټکو (له ثانیو څخه نیولې تر دقیقو پورې) طبي مرستو ته اړتیا لري او د دغو مرستو ناوخته کېدل د ناروغ د تلف کېدلو او یا هم د ښه کېدلو په صورت کې د ټیټ کیفیت لرونکي ژوند سره یوځای وي.
څرنګه چې د ناڅاپي قلبي مړینو زیات شمېر پېښې په هغو کسانو کې چې معلوم او تشخیص شوي خطري فکټورونه نه لري، رامنځته کېږې، نو ځکه د هغو کسانو لومړۍ درجه خپلوان چې د ناڅاپي قلبي مړینو له امله خپل ژوند بایلي، باید د ناڅاپي قلبي مړینو د خطري فکټورونو لپاره په هر اړخیز ډول وڅېړل شي.