د ټولنې په پرمختيا کې د مرکې رول
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو د معاونيت د ټولنيزو علومو د ریاست د ژورناليزم انسټيټوټ آمر څېړندوی محد داود ناظم د څېړنوال علمي رتبې ته د لوړاوي د ترفيعاتو له لاېحې سره سم خپل علمي-څېړنيز کنفرانس چې عنوان يې دی « د ټولنې په پرمختيا کې د مرکې رول» د علومو اکاډمۍ د ګڼ شمېر څېړونکو، استادانو او د ژورناليزم انسټيټوټ د علمي غړو په ګډون د یکشنبې په ورځ په ۱۵/۳/۱۴۰۱هـ ل نېټه د علومو اکاډمۍ د علامه احمد علي کهزاد د سيمينارونو تالار کې وړاندې کړ.
د کنفرانس لنډيز
مرکه د معلوماتو راټولولو، د شخصيتونو او استعدادونو د معرفي کولو او د بشري ژوند د بېلابېلو ډګرونو د څېړنې او پرمختيا يو اغېزناک ژانر دی. د دې کنفرانس په ترڅ کې د مرکې اړيکې له مختلفو علمونو او ډګرونو سره پېژندل شوي او د هغو په پرمختيا کې يې رول څېړل شوی دی چې دغه علمي-څېړنه په حقيقت کې د مرکې په اړه د علمي ساحې په ارتولو کې د قدر وړ قدم ګڼل کېدای شي او د څېړنې مبرميت هم جوتوي. دغه څېړنه په دې موخه ترسره شوې چې د بېلابېلو علمونو د ساحې په پراخولو او د بشري ژوند د ډګرونو په پرمختيا کې د مرکې له اغېزناک رول څخه مناسبه ګټه واخيستل شي.
د کنفرانس په ترڅ کې څېړندوی محمد داود ناظم ياده کړه چې په عامه توګه په ټولنه باندې د رسنيو د اغېزو په اړه د پام وړ څېړنې شوې وې، خو مرکه چې د اطلاعاتو... د راټولو او خپرولو يو ډېر مهم ژانر ګڼل کېږي په مشخصه توګه، پر دې جزئياتو باندې داسې کوم علمي-څېړنيز کار نه و شوی چې مرکه کوونکي او مرکه کېدونکي او د رسنيو فعالان په بېلابېلو مرکو کې د ټولنې د بېلابېلو ډګرونو او تخصصونو د پرمختيا او ودې لپاره ترې د يوې روښانه تګلارې په توګه کار واخلي او د مرکه کوونکو ژورناليستانو علمي او مسلکي تنده پرې خړوب او د هېواد د هراړخيز متوازن پرمختګ په بهير کې ورسره علمي-مسلکي مرسته وشي.
د دې کنفرانس په ترڅ کې د رسنيو د فعالانو او د مرکه کوونکو ژورناليستانو او د مرکه کېدونکو متخصصينو د وړتيا د پياوړتيا په موخه څېړنه شوې، ترڅو د معياري او مسلکي مرکو پر مټ د هېواد د بېلابېلو برخو د ودې او پرمختيا لپاره يوله بل سره همغږی کار وکړي. همدارنګه د يادو تخصصونو او سکټورونو متخصصين او کارکوونکي دا توان ترلاسه کړي چې له مرکې څخه د خپلې علمي ساحې په پراخوالي، د خپل عملي ډګر په پرمختيا او د ټولنې په متوازن پرمختګ کې مناسبه اغېزناکه ګټه واخلي.
د ياد کنفرانس په ترڅ کې د لاندې ډګرونو په پرمختيا کې د مرکې رول وڅېړل شو او دغې موضوع ته د بحث او څېړنې ۱۲ نورې کړکۍ ور پرانيستل شوې چې په راتلونکي کې يې د نورو څېړنو لپاره هم لاره هواره کړه چې عنوانونه يې تاسو ته وړاندې کېږي:
۱- د ژورناليزم او رسنيز فعاليت په پرمختيا کې د مرکې اغېزې،
۲- د علمی، څېړنيزې، ښوونيزې او روزنيزې برخې په پرمختيا کې د مرکې رول،
۳- د اسلامي دعوت او تبليغ په برخه کې د مرکې رول،
۴- د ټولنيزې برخې په پرمختيا کې د مرکې رول،
۵- د سياسي ډګر په پرمختيا کې د مرکې رول،
۶- د اقتصادي ډګر په پرمختيا کې د مرکې رول،
۷- د جرمونو د مخنيوي او حقوقي ډګر په پرمختيا کې د مرکې رول،
۸- د پوځي برخې په پرمختيا، لوړ مورال او بري کې د مرکې رول،
۹- د طبابت او روغتيا ډګر په پرمختيا کې د مرکې رول،
۱۰- د اداري ډګر په پرمختياکې د مرکې رول،
۱۱- دسپورټي ډګر په پرمختيا کې د مرکې رول،
۱۲- د فرهنګي ډګر په پرمختيا کې د مرکې رول.
د څېړنې په رڼا کې لاندې موديل وړاندې کړل شو چې معياري او مسلکي مرکې ټولنې ته د ژوند په بېلابېلو برخو کې معلومات، اطلاعات، طرحې او مشورې وړاندې کوي چې د هغو په نتيجه کې خلکو ته د کارونو آدرسونه ورکول کېږي، د مختلفو کارونو د ترسره کولو لارې چارې هم ورښودل کېږي او د هغو پلي کولو ته هڅول کېږي چې له همدې سببه په خلکو کې د کار کولو او پرمختګ لپاره انګېزې را پارول کېږي او د کار لپاره ماهوي انرژي د خلکو په فکرونو او جسمونو کې منځ ته راځي، بالآخره په عملي بڼه په ټولنه کې ماهوي انرژي په شکلي پرمختګونو اوړي او د ټولنې هر اړخيزه متوازنه پرمختيا راجوتېږي.
د دې څېړنې په ترڅ کې له مرکې څخه د لا ښې ګټنې او د هېواد د بېلابېلو ډګرونو د ودې او پرمختيا په موخه د قدر وړ
پايلې او وړانديزونه په لاندې ډول څرګند شوي دي.
پايله
1. مرکه د بشري ټولنې د هر ډګر په پرمختيا کې اغېزناک او د پياوړي ځواک رول لري.
2. په هغه صورت کې چې مرکې د منل شوو معيارونو پر بنسټ، د مسلکي تدابيرو پر مټ او د لوړو آرمانونو د پلي کېدو په موخه له علمي او عملي واقعيتونو سره سم وکارول شي د ټولنې په مادي او معنوي پرمختګونو او ودې کې ډېر رغنده رول لوبولای شي.
3. مرکه د څېړنې لپاره هم د فاکټونو او حقايقو د ترلاسه کولو او مستند کولو په برخه کې ډېر اهميت لري، څېړونکو ته خام مواد برابروي او ډېر معلومات، احصائيې او ارقام په واک کې ورکوی.
وړانديزونه
1- د حکومت د هر ارګان، ډلې او رسنۍ بايد د مرکو ترسره کولو ته د ټولنې د هراړخيزې پرمختيا په موخه، پر معلوماتو، تخصص، تجربې، تحليل، حوصلې، فصاحت، بلاغت، عصري علومو او تکنولوژۍ باندې سمبال خلک وګماري.
2- رسنۍ او ټول اړوند لوري بايد د مرکې د معيارونو او تدابيرو په رعايت سره د لوړو آرمانونو د تحقق په موخه مرکې تر سره کړي، تر څو د مرکو د اغېزو په ترڅ کې با فرهنګه نسل، متحد ملت او د سوکاله ژوند لرونکې پرمختللې ټولنه را منځ ته شي.
3- د نوي نسل په روزنه کې بايد د مرکې له ژانر څخه په کورونو، تعليمي مرکزونو او رسنيو کې په ښه توګه استفاده وشي.
4- د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او رسنۍ دې د معياري، مسلکي، اغېزناکو او ګټورو مرکو د ښه تفهيم لپاره په لوړه کچه ورکشاپونه، سيمينارونه او ښونيز پروګرامونه داير کړي او ژورناليستان دې د هر اړخيزې پرمختيا د تحقق په موخه سره همغږي وروزي.
د کنفرانس په دوهم پړاو کې د علومو اکاډمۍ علمي غړو، استادانو او ګډونوالو د موضوع اړوند خپل نظرونه او سوالونه مطرح کړل او د څېړندوی محمد داود ناظم له خوا ورته قناعت ورکوونکي ځوابونه وړاندې کړل شول.
په پای کې دغه علمي-څېړنيز کنفرانس د ارزونې د کميسيون له لوري د رايو په اتفاق سره مثبت و ارزول شو او څېړندوی محمد داود ناظم ته يې د لا نورو برياوو هيله وکړه.