د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره د علمي آثارو مرسته وشوه؛
د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غوښتنې په اساس د افغانستان د علومو اکاډمي ګڼ شمېر علمي – څېړنیز کتابونه او ګڼې مجلې ددې ریاست سره د مطالعې فرهنګ د دودولو او د ځوانانو د علمي کچې لوړولو لپاره مرسته وکړه.