د څېړنپوه دکتور سید محی الدين هاشمي د اکاډميسينۍ رتبې د درناوي غونډه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۶ - ۱۵:۱۳
hashimi

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونيت د ژبو او ادبیاتو مرکز رياست اړوند د پښتو ژبې او ادبیاتو انستيتيوت له خوا د څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي د اکاډميسنۍ رتبې د درناوي غونډه د بشري علومو معاونیت کې د ۱۴۰۱هـ. ش کال د سنبلې په ۶مه جوړه شوه.
د غونډې پيل مولوي صاحب مخلص په څو مبارکو آیتونو سره وکړ.
د اکاډمۍ د بشري علومو مرستيال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزي پرانیسته وینا وکړه، د اکاډمیسین رتبې ته د ښاغلي هاشمي په رسېدو يې خوښي څرګنده کړه، د هغه د علمي فعاليتونو يادونه او ستاينه يې وکړه.
ده زياته کړه، په اکاډمیکو اصولو سره دا لومړی ځل دی چې علومو اکاډمي د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره نوموړي ته د اکاډمیسین علمي رتبه ورکړه چې په دې سره نورو پوهانو ته لار خلاصه شوه ترڅو دې رتبې ته د رسېدو لپاره خپل معيارونه او شرايط پوره کړي.
د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتیوت آمر څېړنوال محمد اصف احمدزي په خپلو خبرو کې د ا ا له مشرتابه او په ځانګړي ډول د علومو اکاډمۍ له محترم رئیس شيخ الحديث مولوي فرید الدين محمود څخه مننه وکړه چې د ده په هڅو ښاغلي هاشمي ته د اکاډمیسينۍ رتبه ورکړل شوه. هاشمي صاحب چې څومره کار پښتو ژبې او ادب ته کړی، دومره وخت یې خپلې کورنۍ ته هم نه دی ورکړی.
د ده په وينا، ښاغلي هاشمي ته د اکاډمیسنۍ رتبه ورکول په اصل کې د علم، څېړنې او کتاب ته په درنه سترګه کتل او درناوی يې دی. په دې سره د څېړونکو او لیکوالو ترمنځ دا انګېزه لا پياوړې شوه چې هغوی پوهې، تحقیق او مطالعې ته لا ډېر وخت ورکړي.
نوموړي د پښتو ژبې او ادبیاتو د دوو پياوړو استادانو (استاد رفيع او استاد هېوادمل) ته د دغې لوړې علمي رتبې د ورکولو وړاندیز د علومو اکاډمۍ مشرتابه ته وکړ.
د علومو اکاډمۍ محترم رئیس شیخ الحدیث مولوي فریدالدین محمود په خپلو خبرو کې لومړی د علومو په ارزښت او توپیرونو وغږېده او د اسلامي علومو تر څنګ یې دنیوي علوم هم ګټور وبلل او دا یې د اوسنۍ جامعې ضرورت وګاڼه.
نوموړي د علومو اکاډمۍ غړو ته په خپلو مسلکونو او څانګو کې د رسېدو تر څنګ په ديني علومو کې د مطالعې کولو سپارښتنه هم وکړه.
ده څرګنده کړه چې علومو اکاډمي به په راتلونکي کې مستحقو پوهانو ته د اکاډمیسینۍ رتبې د ورکولو لړۍ جاري ساتي.
د غونډې په وروستيو کې اکاډمیسین هاشمي له ټولو ګډونوالو او په ځانګړي ډول د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتیوت څخه ځانګړې مننه وکړه چې د نوموړي د ستاینې لپاره یې دا غونډه برابره کړې وه.
هغه د علومو اکاډمۍ مشرتابه ته په علومو اکاډمۍ کې د ماسترۍ او دکتورا برنامو د ایجاد او پرانيستې وړاندیز وکړ.
په پای کې اکاډمیسین هاشمي ته د درناوي او د علومو اکاډمي عمومي رئیس مولوي صاحب فريد ته د مننې په منظور د اعزاز پګړۍ ور په سر کړای شوې.
غونډه د علومو اکاډمي د طبيعي- تخنيکي علومو د معاون شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب په دعايې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د تحقیقات کوشاني علمي-څېړنیزې مجلې نوې ګڼه (پرله پسې ۳۵مه) چاپ شوه!

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي- څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوې ده؛ او اوس مهال. . .

BACK TO NEWS