د ښځو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۰ - ۱۳:۵۶
د ښځو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د علومو اکاډمي-کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د احمد علی کهزاد د کنفرانسونو او سیمینارونو په تالار کې د ښځو نړیواله ورځ د سه شنبې په ورځ د کب په ۲۰مه نېټه ونمانځله.
غونډه د قرآنکریم په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د افغانستان د علومو اکاډمي علمي منشي څېړنوال رفیع الله نیازي د علومو اکاډمي د سرپرست رئیس څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکېب پیغام ولوست چې په يوه برخه کې يې راغلي و:
د مارچ اتمه چې په نړیوال تقویم کې د ښځو د نړیوالې ورځې په نامه ثبت ده، دا د هغو مېړنیو ښځو د هڅو پایله ده چې د بې عدالتۍ ، تبعیض، محرومیت، د کم مزد او د کار د ډېر فشار په مقابل کې يې ډېرې قربانۍ ورکړلې او د خپلو هيلو او ارمانونو د تحقق لپاره يې د نړۍ آزادي خوښوونکي ولسونه دې ته اړ کړل چې د دوی د قربانیو درناوی وکړي او د مارچ اتمه نېټه د ښځو د نړیوالې ورځې په نامه یاده کړي.
ده زياته کړه، هر کال دا ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او همدارنګه په افغانستان کې هم د ښځو مقام او منزلت ته د درناوي په موخه نمانځل کېږي. د ښځو د حقوقو د رعایت او د هغوی مقام ته د درنښت په موخه د نړۍ په مختلفو ټولنو کې د هغوی له ارزښتونو، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ سره سم ځانګړي قوانین او اصول وضع شوي او قبول شوي دي. له نېکه مرغه د اسلام مبارك دین له بل هر دین او آئین څخه ښځو ته په زیات احترام قایل دی. د اسلام د دین په ظهور سره د جاهلیت د دورې هغه ناوړه دودونه چې د لور زېږېدنه په کې شرم او عار ښکارېده او ژوندۍ به يې په ځمکه کې ښخوله، له منځه ولاړ او ښځو ته يې ژوند ور په برخه کړ. همدارنګه د اسلام دین د ژوند په ټولو ابعادو کې ښځو ته حقوق او امتیازات ورکړي دي او د بشري ټولنې د نیم بدن په توګه يې له نارینه وو څخه کمې نه دي ګڼلي.
د هغه په وينا، ښځه د بشري ټولنې نیمه برخه ده، په هغو ټولنو کې چې د ښځو حقوق او حیثیت تر پښو لاندې وي، طبیعي ده چې نیمه ټولنه به ورسره پایمال او فلج وي. ښځې د ژوند په ټولو چارو کې د پیاوړي استعداد او صلاحیت خاوندانې دي. موږ او تاسې ته څرګنده ده چې آن نالوستې مېرمنې هم د کورنۍ په نظم او دسپلین کې ډېر ښه او عالي مدیریت تر سره کوي. په زیاترو ځایونو کې لیدل شوي چې حتی ښځو د سړیو بار او مسئولیت په اوږو اخیستی او د کورنۍ په ښه روزنه کې د پلار تر څنګ د مور له نقش څخه هم سترګې نه شي پټېدلای.
د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د برخې معاون څېړنوال برهان الله نيازي بيا وويل، په نړۍ کې چې څومره اتلان تېر شوي، هرومرو يې تر شا د يوې مدبرې او بريالې مېرمنې لاس دی.
د ټولنې په پرمختګ کې ښځې مهمه ونډه لري، خو په تأسف سره چې دغه قشر تل مظلوم واقع شوی، نو حق لري چې دوی ونمانځل شي.
ورپسې د عظیمي هنري مؤسسې غړی ایرج باسط وویل، ښځه تل احترام او درنښت ته اړتيا لري. موږ تل وايو چې په يوه ګل نه پسرلی کېږي، خو که ښځه وغواړي، يوه کور ته په يواځېتوب پسرلی راوستی شي، خو دغه ګل يوه ښه باغوان ته هم ضرورت لري.
د دې محفل په پای کې د علومو اکاډمي د مېرمنو او خويندو درناوی وشو، هغوی ته افتخاري ستاينليکونه او نقدې پيسې ووېشل شوې.
هېره دې نه وي چې د دې غونډې ښکلا هغو هنري تابلوګانو لا زياته کړې وه چې د عظيمي هنري مؤسسې له خوا برابرې شوې وې او د محفل د ګډونوالو د خوښۍ او جذابيت لامل شو. دغه راز د دې مؤسسې د ښځينه غړو له خوا ژوندۍ نقاشۍ هم ترسره شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۱:۲۲
Background image

«پښتو کیسه ییز ادبیات» د مقالو ټولګه چاپ شوه

زېری د هېواد له پخوانيو خپرونو څخه ده چې په ۱۳۱۶ل کال کې تأسيس شوې او تر دې دمه يې نږدې نهه لسيزې (۱۳۱۶- ۱۴۰۴ل) د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ په برخه کې نه ستړي کېدونکي زيارونه ګاللي دي. په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۵۷
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې او کب مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

BACK TO NEWS