د کابل مجلې نوې ګڼه چاپ شوه
کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۴ لمریز کال څلورمه ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز، علمي ـ څېړنیزه چاپي خپرونه ده چې د پښتو ژبپوهنیزو، ادبي او فولکلوري موضوعاتو په اړه د هېواد د څېړونکو، پوهانو او فرهنګپالو علمي ـ څېړنیزې مقالې او لیکنې خپروي.
په دې ګڼه کې دا لاندې علمي ـ څېړنیزې مقالې خپرې شوې دي:
۱. د محمد صديق پسرلي په شاعرۍ کې رومانویت/ څېړنوال دوکتور محمد داود عربزی
۲. د خوشحال په کلياتونو کې الحاقي غزل/ څېړنوال نجیب الله نایل
۳. د حمید بابا او بشار بن بُرد شعري پرتله/ څېړندوی محمد طاهر شرر
۴. په پښتو ژبه کې د بېلابېلو سکیماوو څېړنه/ پوهنمل تاج محمد رحیمي
۵. په پښتو معاصرو لنډو کیسو کې د پښتني کرکټرونو موضوعي څېړنه/ څېړندوی مروت درد
۶. په ځينو منثورو ولسي ادبیاتو کې د اخلاقي موضوع څېړنه/ څېړنواله خاطره شینوارې
۷. د شيدا په شاعرۍ کې د کره کتنې د تيورۍتومنه / څېړندوی فضل الرحمن علیزی
۸. د پښتو شاعرۍ د تصوفي- عرفاني او نورو اصطلاحاتو د تحلیل اړتیا / څېړنوال راضیه نوري
۹ . د ماشوم د ژبې په وده کې ګټور لاملونه / ژباړن: سمیع الله شاهد
یاده ګڼه په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلی او ډاونلوډ کولاې شئ....
تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹
