د 1990ز څخه تر 2024 ز کلونو ترمنځ، د GIS او Remote Sensing په مرسته د کونړ ولایت د ځنګلونو څېړنه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۰:۲۸
څېړندوی حامد امان

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د ځمکپوهنې مرکز علمي غړي څېړندوی حامد امان د روان کال د تلې /میزان میاشتې پر ۱۶مه نېټه باندې ( د 1990ز څخه تر 2024 ز کلونو ترمنځ، د GIS او Remote Sensing په مرسته د کونړ ولایت د ځنګلونو څېړنه) تر عنوان لاندې خپل څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

ښاغلي امان وویل: "د ځنګلونو په څېړلو کې د GIS رول څېړونکو او د ځنګل مدیرانو ته اجازه ورکوي چې جغرافیایي معلومات راټول کړي، ذخیره یې کړي، تحلیل او په نقشه او ګرافونو کې یې ښکاره کړي. د ځنګلونو په څېړنه کې GIS رغنده رول لري او په ښه مدیریت کې ترې ګټه اخیستل کېږي او همدارنګه د GIS او ریموټ سنسنګ د ځنګلونو په مدیریت کې د ځواکمنې وسیلې په توګه کارول کېږي. دا ټکنالوژي نه یوازې د موجوده ستونزو په پېژندلو او تحلیل کې مرسته کوي، بلکې د ځنګلونو په ساتنې او بیا رغولو کې مؤثرې حل لارې هم چمتو کوي".

څرنګه چې د GIS او Remote Sensing څخه په ګټه اخیستنې د کونړ ولایت په ځنګلونو څېړنه تر سره کړه په روښانه توګه معلومه شوه چې په وروستې لسیزو کې د یاد ولایت په ځنګلونو کې د طبیعي او بشري لاملونه له امله کموالی راغلی دی".

د موضوع تر وړاندي کولو وروسته د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او د ارزونې د کمیسیون له لوري د رأیو په اتفاق تائید شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۱۱
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۳ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۱:۱۳
Background image

د اتنوګرافۍ څېړنيز موزیم څخه د زده کړیالانو لیدنه

د هېواد خصوصي پوهنتون زده کړیالانو د علومو اکاډمي د اتنوګرافۍ له څېړنیز موزيم څخه لیدنه وکړه. یادو زده کړیالانو د افغانستان د قومونو دودونه او رواجونه د اتنوګرافۍ د څېړنیز موزیم په مادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۱:۴۰
Background image

شمارۀ 83 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

BACK TO NEWS