رمضان او د نفس اصلاح
نن چهارشنبه/څلورنۍ د ۱۴۴۷هـ کال د رمضان المبارک ۸مه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت له ۶مې سره سمون خوري، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز په نوښت د (رمضان او د نفس اصلاح) تر سرلیک لاندې علمي – څیړنیز کنفرانس د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې ترسره شو.
یاد کنفرانس د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت کولو سره پیل شو، په سر کې د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ مولوي فرید الدین محمود حفظه الله پرانستې وینا وکړه، د کنفرانس د مقالو لیکوالان او څېړونکي یې وستایل او له الله تعالی څخه یې ورته د اجر عظیم غوښتنه وکړه او ویې ویل: روژه د اسلام له پنځو بناوو څخه یوه بنا او رکن دی، دا داسې عمل دی چې په دې باندې د اسلام قیام راغلی او د رمضان موضوع دومره وسیعه او پراخه موضوع ده چې څېړونکي ورباندې کتابونه لیکلی شي. انسان تل د ګټو په تکل کې وي، د بریالیتوب معیار د هرچا په خپل ذهن کې وي او هر څوک غواړي ځان د بریاوو لوړو څوکو ته ورسوي، چې ځينې یې شهرت او قدرت ته رسېدو ته کامیابي وایي او ځيني بیا د آخرت لوړو مرتبو ته رسېدل کامیابي ګڼي، چې په واقعیت کې همدا کس کامیابېدای شي، او د آخرت کامیابي ته الله تعالی فوز عظیم ویلي او کومې بریا ته چې الله تعالی عظیم ویلي هغه بریا لا محدوده وي او تصور یې نه کېږي. د دې علمي کنفرانس موخه صله رحمۍ، اطاعت، عبادات، صدقات، تلاوت او له مور او پلار سره احسان او نېکي کولو ته ترغیب او هڅونه ده.
ورپسې د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاون مفتي ابوسعید الراشد د کنفرانس اړوند وینا وکړه او زیاته یې کړه چې د (رمضان او د نفس اصلاح) علمي کنفرانس اصلي موخه او هدف دا دی چې د کنفرانس د علمي مقالو او بیانونو څخه باید هر اورېدونکی، لیکونکی او لوستونکی د عمل کولو کلکه اراده وکړي چې دا هدف به په ځان، کورنۍ او ټولنه باندې عملي کوو، نو دا به ګټور کنفرانس وي. راځئ چې له اوس څخه د کنفرانس له پایلو څخه پوره ګته پورته کړو او د عملي کولو کلکه اراده یې وکړو.
تر دې وروسته د کنفرانس د علمي مقالو د لوستلو برخه پیل شوه چې د کنفرانس د موضوع په تړاو (۱۴) عنوانه علمي- څېړنيزې مقالې رارسېدلې وې او په کنفرانس کې (۷) مقالې ولوستل شوې چې د (رمضان او د نفس اصلاح) بېلابېل اړخونه په کې روښانه او مفصل څېړل شوي وو.
کنفرانس په مجموع کې مثبت وارزول شو او د علومو اکاډمي په تېره بیا د تفسیر او حدیث مرکز وستایل شو چې دغه ډول کنفرانس يې جوړ او ترسره کړ او په پای کې کنفرانس په دعائیې سره پای ته ورسېد.
