زېري جریده د (۸۵) کلن علمي – څېړنیز نشراتي ارګان په توګه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۴ - ۱۴:۵۰
زېري جریده د (۸۵) کلن علمي – څېړنیز نشراتي ارګان په توګه

د زېري علمي – څېړنیزه جریده چې د پښتو ژبې او ادب په ګلبڼ کې د عمر (۸۵) کلن مزل وهلی دی، د افغانستان د علومو اکاډمي په تشکیلاتي چوکاټ کې د نورو علمي او څېړنیزو خپرونو په څېر له اته نیمو لسیزو را پدېخوا نشرات لري.

سربېره پر دې چې په زېري علمي، ادبي او فرهنګي جریده کې د نامتو پوهانو علمي او فرهنګي لیکني میراثونه خوندي او په وخت سره خپاره شوي دي؛ د پيل له لومړیو شپو – ورځو پکې د پام وړ څلور ډوله لیکنې او مقالې خپرې شوې او خپرېږي؛ په لومړي سر کې هغه لیکنې او مقالې شاملې دي چې په تمامه معنا علمي او اکاډمیک حیثیت لري او هغه علمي – تحقیقي لیکنې دي چې د علمي او اکاډمیکو موسسو د فعالانو په علمي حق او امتیاز کې د رغنده رول او اهمیت وړ دي.

دویم تخلیقي لیکنې دي چې دا ډول لیکنې هم د یوې ټولنې د وګړو د ژبې او ادب خورا ارزښتمنه هنري او فرهنګي برخه تشکیلوي چې پکې د یوې ټولنې او د هغې ټولنې یا نړۍ د وګړو ټولنیز چلند او فکري وړتیاوې روښانه او منعکسېږي.

دریم تالیفي لیکنې دي چې د لیکوالو او څېړونکو له خوا د زېري جریدې په زرینو پاڼو کې خپرېږي چې دا ‌ډول لیکنې هم د ښوونې او روزنې له اړخه ارزښت لري او بډاینه یې اړینه ده.

څلورم له نورو ژبو څخه پښتو ژبې او ادب ته راژباړل شوې لیکنې دي چې د مفهوم، کیفیت او کمیت له مخې یې پښتو ژبې او ادب ته راژباړل او خپرول اړین دي. له دې وروسته ځینې ذوقي مطالب او فرهنګي پېښلیکونه هم هغه مسایل او موضوعات دي چې په زېري علمي جریده کې د خپل ارزښت او ټولنیزې اړتیا له مخې نشرېږي.

د زېري جریدې اداره په دې برخه کې د پښتو ژبې او ادب له ټولو فعالانو، متجسسو لیکوالو او څېړونکو څخه په خورا درنښت هیله کوي چې د زېري علمي جریدې بڼ په خپلو لیکنیو غاټول ګلانو زرغون او سمسور وساتي. په دې کار سره به لیکوالو او څېړونکو هم خپلې ژبې او ادب ته خدمت کړی وي او هم به یې د خپل معنوي شخصیت او علمي ذکاوت حق اداء کړی وي.

ایمیل ادرس: zerai1316@gmail.com

د اړیکې شمېره : 0744983764

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۴:۵۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د چنګاښ میاشتې پر ۵ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۶:۲۶
Background image

د پشه‌يي الفبا ليکدودي ستونزې

“علمي-څېړنيز کنفرانس” د ژبو او ادبياتو مرکز، د وروڼو قومونو د ژبو او ادبياتو انسټيټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی فريدالله فرحان نن سې‌شنبه د ۱۴۰۳لمریز کال د غبرګولي په ۲۲مه نېټه (د پشه‌يي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۴:۲۳
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۵ مه نېټه ترسره کړه.

BACK TO NEWS