له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو څېړنه (۲۰۰۱ – ۲۰۱۴) د علمي- څېړنیزې پروژې دفاعیه غونډه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۱۴:۲۲
له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز علمي غړي څېړندوی محمد سرور احمدزي څېړنوال علمي رتبې ته د ترفیع په موخه د ۱۳۹۹ ل. کال د دلوې میاشتې پر ۱۹مه نېټه د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د محمود طرزي فکري بنسټ په تالار کې له خپلې علمي – څېړنیزې پروژې څخه په بریالیتوب سره دفاع وکړه.
لومړی د څېړونکي لیکل شوي علمي - څېړنیزې اثار، ژوندلیک او ورپسې د لارښود استاد نظر او لیکل شوي تقریظونه ولوستل شول.
د یادونې وړ ده چې په دغه علمي – څېړنیزه پروژه باندې څېړنپوه عبدالصمد عزیزي، څېړنوال بخت محمد بختیار او پوهاند دکتور نقیب الله ثاقب تاییدي تقریظونه لیکلي وو.
څېړونکي د سریزې په پیل سره دې موضوع ته په اشارې چې د سپټمبر ۱۱مې پېښې د سیمې او نړۍ په سیاسي نظم کې بدلون رامنځته کړ او د بن کنفرانس د پرېکړو له مخې د حامد کرزي په مشرۍ لنډمهاله اداره رامنځته او د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو په اړیکو کې یو نوی فصل پرانيستل شو. 
ښاغلي احمدزي په خپله دفاعیه کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته په بشپړ ډول اشاره وکړه، چې له ۲۰۰۱ز. کال څخه وروسته له یادو هېوادونو سره اړیکو پراختیا پیدا کړه، خو زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د لنډمهالې ادارې له جوړېدو وروسته بیا د ۲۰۱۴ز. کال تر پای پورې له ګاونډیو هېوادونو سره په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې یو شمېر ستونزې او ننګونې هم موجودې وې، چې څېړونکي د دغو ننګونو د حل په موخه ځانګړي وړاندیزونه وړاندې کړل.
څېړونکي په نوبتي ډول د خپل تحلیل په اوږدو کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د شویو مثبتو پرمختګونو ترڅنګ په افغانستان کې د یادو هېوادونو ملي ګټو او همدارنګه په دوه اړخیزو اړیکو کې شته منفي ټکو ته هم اشاره وکړه.
د یادونې وړ ده چې څېړونکي د علمي – څېړنیزې پروژې د دفاعیې په پای کې د ترسره شوې څېړنې پایله او په اړه یې سپارښتنې هم وړاندې کړې.
د دفاع له وړاندې کولو وروسته ګډونوالو د موضوع په اړه پوښتنې وکړې او څېړونکي هم په خپل وار سره د قناعت وړ ځوابونه ورکړل.
په پای کې د څېړونکي دفاعیه د دفاع د ارزونې کمېسیون له لوري د رایو په یووالي سره تایید شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۲:۱۶
Background image

د آریانا مجلې د ۱۴۰۴ کال ۲ ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د لیندۍ میاشتې پر ۱۸ مه نېټه ترسره کړه.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۴۶
Background image

د تفکر جریدې د ۱۴۰۴ لمریز کال څلور ګڼې چاپ او خپرې شوې!

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د ورونو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ د علمي- څېړنیز، ادبي، فولکلوري او فرهنګي خپرنیز ارګان په توګه د تفکر جریده چاپ او خپروي.

BACK TO NEWS