محترم مولوي الله نور منهاج دعوت او ارشاد د ریاست د دویم مدرس او امام په توګه معرفي شو
د افغانستان د علومو اکاډمي د مالي او اداري عمومي ریاست د بشـري سرچینو آمریت د وړاندیز په اساس د افغانستان د علومو اکاډمي د مقام د حکم پر منظورۍ محترم مولوي الله نور منهاج د افغانستان د علومو اکاډمي د دعوت او ارشاد ریاست اړوند په درېم بست کې د سیمه اییزو مطالعاتو په ریاست کې د دویم مدرس او امام په توګه ټاکل شوی، نوموړی د ارشاد او دعوت رئیس او د اړوند ریاست د همکارانو په حضور کې رسمًا معرفي شو او پر خپلو چارو یې پیل وکړ.