په افغانستان کې پر لرغونو آریک ژبو د شویو کارونو څېړنه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۰:۴۷
نوماند څېړندوی محمد اتل انګار

"د علمي-څېړنېزي پروژې دفاع"

د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونيت اړوند د ژبو او ادبیاتو مرکز د لرغونو ژبو انسټیټیوټ علمي غړي نوماند څېړندوی محمد اتل انګار د نوماندۍ دورې د رفع کولو لپاره له خپلې یوې کلنې علمي - څېړنیزې پروژې "په افغانستان کې پر لرغونو آریک ژبو د شویو کارونو څېړنه" څخه د علومو اکاډمي د څېړونکو، استادانو، پوهانو او د دفاع د ارزونې کمیسیون په وړاندې خپله دفاع تر سره کړه.

دا علمي- څېړنيزه رساله د لارښود استاد پر نظر سربېره؛ په سريزه، څلورو څپرکو، پايلې، وړاندیزونو، او مأخذونو مشتمله ده چې تفصیل یې په لاندې ډول دی:

په لومړي څپرکي کې د اړوندې موضوع شاليد روښانه شوی دی.

په دويم څپرکي کې د «آریک ژبو کورنۍ» تر سرلیک لاندې د هندو اروپایي ژبنۍ کورنۍ، آریک ژبښاخ، اندو آریایي ژبڅانګې او د آریاني ژبڅانګې په اړه یې د افغانستان په حوزه کې چې کومې څېړنې شوې دي؛ مفصل جاج اخیستل شوی دی.

په درېيم څپرکي کې د اندو آریایي ژبڅانګې په دوو «ویدي او سنسکرېت ژبو» د شویو کارونو څېړنه شوې ده.

په څلورم څپرکي کې د آریاني ژبڅانګې د لرغوني پړاو پر «اوستا، زړه پارسي، زړه ساکي او مېدي ژبو» او د آریاني ژبڅانګې د منځني پړاو پر «باختري، سغدي، خوارزمي، منځنۍ ساکي (ختني)، اشکاني پهلوي (منځنۍ پارتي یا پارفیاني) او ساساني پهلوي (منځنۍ پارسي) ژبو» د شویو کارونو څېړنه شوې ده.

څېړونکي په پای کې د دې علمي-څېړنيزې پروژې پايله، وړانديزونه، او په رساله کې کارول شوي مأخذونه راوړي دي.

د دې علمي- څېړنيزې پروژې د دفاع په پای کې د څېړونکي له خوا د څېړونکو، ګډونوالو او د کمیسیون د غړیو پوښتنو ته قناعت کوونکي ځوابونه وويل شول.

د غونډې په پای کې د یادې علمي- څېړنيزې پروژې د دفاع د ارزونې کميسيون له لوري د رايو په اتفاق سره دا علمي _څېړنیزه پروژه مثبته وارزول شوه او څېړونکی له نوماند څېړندوی علمي رتبې څخه د څېړندوی علمي رتبې ته د ترفیع وړ وبلل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
Background image

نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه ‎شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د. . .

BACK TO NEWS