په هېواد کې د اسلامي بانکولی د ترویج لپاره اولویتونه کوم دي

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۷ - ۱۲:۱۶
په هېواد کې د اسلامي بانکولی د ترویج لپاره اولویتونه کوم دي

کابل : د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونیت د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز د رئیس ښاعلی مفتي ابو سعید راشد په مشـرۍ د ۱۴۰۰ هـ.ش کال د جدی په ۲۷ مه نېټه ناسته تر شره شوه.
په دې ناسته کې د علومو اکادمۍ د اسلامي علومو د معاونیت د څېړونکو تر څنګ د مفتی ابوسعید راشد د اسلامی بانکدارۍ او معاصرو معاملاتو څیړنیز مرکز رئیس ،مفتی عبدالودود دیوبندی اسلامی بانکدارۍ او معاصرو معاملاتو د مرکز غړی ، ډاکټر محمد شاکر جلالی د افغان ملی بانک رئیس، استاد نجیب الله امیری د افغانستان دبانکو د ټولنی اجرائیوی رئیس، مولوی اظهار الحق مصلح، د ریاست الوزراء لومړی مرستیال استازی، مفتی عبد الحق حقانی د افغان خصوصی پوهنتون علمی مرستیال ،استاد محب الله شریف دافغانستان اسلامی بانک مشاور، استاد عبیدالله عابد دافغانستان د وړو پورونو لومړنی بانک استازی، استاد محمد معصوم میوند د افغانستان اسلامی بانک استازی، ډاکټر ‌ذوالفقار علی خان دافغانستان نړیوال بانک استازی، ډاکټر محمد یوسف سلیم د افغانستان بانک د اسلامی بانکداری مشـر، استاد امان الله نهضت د نوی کابل بانک استاز او د عضنفر بانک د اسلامي بانکدارۍ مسؤل او داسې نورو څېړونکو په کې برخه اخیستې وه، چې ( په هېواد کې د اسلامي بانکولی د ترویج لپاره اولویتونه کوم دي) تر عنوان لاندې موضوع باندې په بېلا بېلو اړخونو یې بحثونه  تر سره شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
Background image

نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه ‎شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د. . .

BACK TO NEWS