" په هېواد کې د غذایي امنیت په موخه د کرنیزو او مالدارۍ نویو ټکنالوژیو ارزونه " د سیمینار لپاره د علمي - څېړنیزو مقالو غوښته!

Ezatullah_admin
په هېواد کې د غذایي امنیت په موخه د کرنیزو او مالدارۍ نویو ټکنالوژیو ارزونه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي - تخنیکي علومو معاونیت، د کیمیا ، بیولوژي او کرنې علومو مرکز په پام کې لري چې په روان کال کې(په هېواد کې د غذایي امنیت په موخه د کرنیزو او مالدارۍ نویو ټکنالوژیو ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي - څېړنیز سیمینار جوړ کړي، کوم څېړونکي او پوهان چې غواړي په یاده برخه کې علمي - څېړنیزې مقالې ولیکي، نو په درنښت ترېنه هیله کېږي چې خپلې لیکل شوې علمي - تحقیقي مقالې د ۱۴۰۴ ل کال د وږي/سنبلې تر ۲۰مې نېټې پورې د افغانستان علومو اکاډمي ته راولېږي.

د واټس اپ شمېری: 93766507952+ ، 93747097845+ ، 93781848404+

د اړېکو شمېری: 0202201216 , 0783069358

Documents

د مقالو لست
لست مقاله ها

اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۴۲
Background image

«په معاصرو اسلامي علومو کې د امام برهان الدین مرغیناني (رحمه الله) د علمي میراث ونډه او مقام» د علمي – څېړنیز کنفرانس د مقالو غوښتنو نېټه تمدید شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي په پام کې لري چې د روان لمریز کال په میزان کې د ازبکستان د علومو اکاډمي سره په ګډه د علامه برهان الدین المرغیناني (رح) د فورم تر چتر لاندې (په معاصرو اسلامي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۳:۳۵
Background image

" معاصرې ادبي او ژبنۍ نظريې" د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل. کال د کالګڼې لپاره د علمي - څېړنیزو مقالو غوښتنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز، د زېري جريدې مديريت په پام کې لري چې په روان (۱۴۰۵ل) کال کې "معاصرې ادبي او ژبنۍ نظريې" تر سرلیک لاندې د علمي - څېړنیزو مقالو يوه ټولګه . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۲۴
Background image

د «بیت المال؛ عوائد او مصارف» تر سرلیک لاندې کنفرانس لپاره د مقالو غوښتنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت اړوند د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسایلو څېړنیز مرکز په پام کې لري چې د «بیت المال؛ عوائد او مصارف» تر سرلیک لاندې علمي - څېړنیز . . .

Back to announcements