په پښتني ټولنه کې د خورلڼې پر وړاندې ځينو دودونو ته کتنه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۰:۴۲
څېړنوال شهزاده توحیدمل

“علمي ـ څېړنیز کنفرانس”

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز غړي څېړنوال شهزاده توحیدمل (په پښتنې ټولنه کې د خورلڼې پر وړاندې ځينو دودونو ته کتنه) تر عنوان لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د ۱۴۰۲ ل کال د وږي پر ۲۷مه نېټه وړاندې کړ.

ده وویل: د کلتور په پراخه لمن کې فوکلور (فولکلور) هم ستره ونډه لري او په دغه ولسي پوهه کې پښتني دودونو په خپل چاپېریال باندې اوږد سیوری غوړلی چې ښې او ناوړه اغېزې لري، دا ځکه چې په وروسته پاتې ټولنو کې د ژوند ډېرې برخې د دود پالنې له مخې پرمخ وړل کېږي. د دود او خورلڼې د هر اړخیزې پېژندنې سربېره د خورلڼې د ژوند ځينې مهم پړاوونه چې د ښځې په واده کولو پیل، په مړینه او خاورو ته سپارلو پای مومي.

څېړنوال توحیدمل د یاد کنفرانس اړتیا او ځانګړتیا روښانه کړه او زیاته یې کړه: هر ښځه خورلڼه نه ده، خو هره خورلڼه ښځه ده، هره لور، خور، ترور، ورېره، لمسۍ، تره لور... او د خپل کلي پېغله له واده وروسته د پلرګنۍ او کلیوالو خورلڼه بلل کېږي.

په یاد کنفرانس کې د خورلڼې په وړاندې د ځینو دودونو ښې او ناوړه خواوې و ارزول شوې او په وروستۍ برخه کې یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل. د کانفرانس په پای کې د څېړونکو او استادانو له لورې مطرح شویو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. یاد کنفرانس د ارزونې د کمیسیون له لوري د رأیو په اتفاق تائید او مثبت وارزول شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۴:۵۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د چنګاښ میاشتې پر ۵ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۶:۲۶
Background image

د پشه‌يي الفبا ليکدودي ستونزې

“علمي-څېړنيز کنفرانس” د ژبو او ادبياتو مرکز، د وروڼو قومونو د ژبو او ادبياتو انسټيټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی فريدالله فرحان نن سې‌شنبه د ۱۴۰۳لمریز کال د غبرګولي په ۲۲مه نېټه (د پشه‌يي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۴:۲۳
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۵ مه نېټه ترسره کړه.

BACK TO NEWS