په پښتو ادب کې د کیسهګۍ څېړنه
«علمي- څېړنیز کنفرانس»
نېټه: ۲۵/۷/۱۴۰۱
د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړي څېړنوال سید نظیم سیدي ((په پښتو ادب کې د کیسهګۍ څېړنه)) تر سرلیک لاندې علمي څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
په دې علمي څېړنیز کنفرانس کې په کیسهګۍ، په نړیوال او پښتو ادب کې د کیسهګۍ پر مخینه، د کیسهګۍ پر ځانګړنو، ایا کیسهګۍ یو ژانر دی او که نه دی؟ د کیسهګۍ په مخالفت، د کیسهګۍ داخلي جوړښت، په پښتو ادب کې د لیکل شویو کیسهګیو پر منځپانګه خبرې وشوې.
کیسهګۍ یا داستاني مینیمال په شلمه مېلادي پېړۍ کې دود شو، په دې ادبي ځېل کې د وخت سپما او د لوستونکي ادبي ذوق خړوبول دواړه پالل کېږي. په دې ورستیو دوو لسیزو کې په پښتو ادب کې هم دغه ادبي ژانر دود او ډېر مینهوال او لوستونکي یې پیدا کړل. کیسهګۍ د کیسې ډېرې لنډې بڼې ته وايي چې هم پیغام لري او هم لوستونکی د یوې پېښې انځورولو ته هڅوي. د کیسهګۍ له نوم اېښودو څخه مخکې په پښتو ژبه کې کیسهګۍ ته ورته داستاني طرحې لیکل شوې وې چې د کیسهګۍ ټولې ځانګړنې په ځان کې لري چې له دې امله موږ هغو ته د کیسهګۍ نوم اخیستلی شو. دې برخې ته په کتو سره په پښتو ادب کې د کیسهګۍ د لومړي لیکوال په اړه د ادبپوهانو رایې بېلېږي.
په کیسهګۍ کې طرحه ساده، ځای ځایګی یې تنګ، د کرکټر او پېښو په برخه کې یې پوره سپما وي او له بلې خوا د داخلي جوړښت له مخې سوژه، کرکټرونه، پېښه یا پېښې، ډيالوګونه، منظرکښنې، تلوسه، پیغام او نور ټول توکي لري، خو په ډېر لنډون سره.
په دې څېړنیز کنفرانس کې په پورته موضوعاتو علمي بحث وشو چې په پای کې کنفرانس د ټاکل شوي کمیسیون له لوري مثبت وارزول شو او په ګاندې کې هم د دې ته ورته کنفرانسونو د وړاندې کولو غوښتنه وشوه.