په ځینو لنډیو کې د ځینو پېښو انعکاس«علمي – څېړنیز کنفرانس»

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۹:۲۲
په ځینو لنډیو کې د ځینو پېښو انعکاس

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو د مرکز علمي غړي څېړنوال شهزاده توحیدمل خپل علمي– څېړنیز کنفرانس د ۱۴۰۰هـ. ش کال د وري په ۹ مه نېټه وړاندې کړ.

نوموړي د موضوع په تړاو وویل:

لنډۍ د پښتو ولسي ادب هغه منلی، غښتلی او تر ټولو ژانرونو زیات پنځول شوی او د خلکو په سینو کې موجود وو او دی. د دې ژانر بېلا بېلې ټولګې کښل شوي او کښل کیږي او په هره برخه یې کورنیو او بهرنیو لیکوالو، پوهانو او څېړونکو، آثار او مقالې لیکلي او د پښتو ادب په ټولو مجلو او ورځپاڼو کې چاپ شوې او د هر غم او ښادۍ محفلونه به پرې رنګین وو او دي.

هغه زیاته کړه، که چېرې یو ادیب، کره کتونکی او د بشري علومو د برخې یو څېړونکی او مؤرخ بېلابېلې لنډۍ په غور سره مطالعه او وڅېړي، داسې تاریخي او ټولنیزې پېښې به راوسپړي چې لوستونکي به ورته ګوته په غاښ شي، ځکه چې ولسي ادب د پښتون د ژوند هينداره ده او د دې ادب یوه غوره څانګه پښتو لنډۍ یا ټپه ده، چې ولسي خصوصیات او خیالات په ډېره ښه توګه منعکسولی شي .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS