په کوشاني دوره کې د هندي او یوناني ادیانو څېړنه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۱ - ۱۰:۲
بررسی جایگاه ادیان هندی و یونانی در دوره کوشانی

د څېړنوال علی احمد جعفری تر کار لاندې څېړنیزې پروژې لنډه پېژندنه

۱- د پروژې سرلیک

په کوشاني دوره کې د هندي او یوناني ادیانو څېړنه

د څپرکو شمېر: ۵

۲- د اجرا موده: شپږ کاله (۱۳۹۹/۶/۱۶  تر  ۱۶ / ۶ / ۱۴۰۵ )

۳- د څېړنې موخه

تر اوس مهاله د دې موضوع په اړوند هېڅ کومه ورته څېړنه نه تر سره شوې او دا موضوع په خپل ذات کې نوې څېړنه ګڼل کېدای شي.

۴- د موضوع مبرمیت

د کوشاني سترواکۍ پر مهال ډېرې ټینګې فرهنګي او عقیدتي اړیکې موجودې وې نو ځکه د کوشانیانو او د دې خاورې د پخوانیو خلکو په عقیدو کې، یوناني ارباب الانواع او هندي ادیانو خورا ژور ځای نیولی وو او دغو عقیدو د سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو تحولاتو سره سره آن تر ۷-۸ پېړیو پورې دوام درلودلی دی.

که چېرې د کوشاني دورې هنر او فرهنګ په فلسفي لحاظ مطالعه شي او تر څېړنې لاندې ونیول شي نو څرګنده به شي چې د کوشاني دورې د فرهنګي چاپېریال اصلي بنسټ هندویزم او بودیزم عقاید او یوناني ارباب الانواع دي چې په هر اړخیزه مطالعه او څېړنه یې کولای شو د لرغونې آریانا فرهنګي اصالت ثابت کړو.

نو د دې موضوع اړه علمې څېړنه په تاریخي او فرهنګي لحاظ یوه ډېره مهمه اړتیا ده.

۵- د څېړنې پوښنتې

- یوناني ارباب الانواع او د بودایي آیین بېلابېلو فرقو په کوشاني دوره کې څه رول درلودلی دی؟

-  یوناني او هندي هنري اثارو د کوشاني دورې په عبادت ځایونو کې څه ډول څرګند شوي دي؟

- په کوشاني دوره کې کوم دین بنسټیز رول لوبولی دی؟

- یوناني او هندي پدیدو د کوشاني دورې په فرهنګ څه اغېز درلود؟

۶- د څېړنې پایلې

د دې څېړنې په تر سره کولو، د هندې او یوناني ادیانو او کوشاني دورې د مذهبي او فرهنګي اړیکو څرنګوالي په اړه به ډېر مهم تاریخي او علمي معلومات تر لاسه شي.

۷- د پروژې د کار شوې برخې سلنه

دا علمي- څېړنېزه پروژه ٪۱۱ کار شوې او همدا راز څېړنه دوام لري.

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ښاغلی امر الله په دریم بست کې د تفتیش آمر په توګه وټاکل شو

کابل: ښاغلی امر الله د عبد الخلیل زوی د افغانستان د علومو اکاډمي د عمومي ریاست د مقام د ۱۴۴۴/ ۱/ ۱۳ نېټې د (۷) ګڼه لیک پر اساس په دریم بست کې د تفتیش آمر په توګه وټاکل شو او د افغانستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۱۰:۴۵
Background image

ښاغلی عزیز الرحمن په دویم بست کې د پلان او پالیسي د رئیس په توګه وټاکل شو

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمۍ د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د بشـري سرچینو آمریت د ۳/۱/۱۴۴۴ هـ.ق نېټې د (۱) ګڼه لیک وړاندیز پر اساس او د رئیـ/ـس الــ/ــوزرا په منظورۍ ښاغلی عزیز. . .

شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

د افغانستان علومو اکاډمي کې د لوی مصلح ستر غازي کتاب مخکتنه وشوه

غونډه د قرآن کریم په مبارکو آیاتونو سره شروع شوه. د پیل وینا د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود صاحب وکړه، نوموړي وویل: مونږ ته پکار ده چې د خپلو. . .

BACK TO NEWS