ښاغلی نوماند څېړندوی پښتون د زېري جريدې د نوي مهتمم په حیث معرفي شو
نوموړی د ازادې سيالۍ له لارې د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونيت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستيتوت اړوند د زېري جريدې د مهتمم په توګه د علومو اکاډمۍ د مقام د (۱۴۰۲/۸/۲۷) د ۵۴۵ ګڼه حکم پر اساس په څلورمه رتبه بست کې پر دنده وګومارل شو او د ژبو او ادبیاتو مرکز د رئيس څېړنپوه سيد نظيم سيدي او د پښتو انستیتوت د آمر څېړنپوه محمد اصف احمدزي له لوري د زېري جريدې دفتر ته رسمآ ور وپېژندل شو.