کیسۍ پېژندنه کتاب چاپ شو!

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۰ - ۱۰:۱۱
کیسۍ پېژندنه

پېژندنه (د هغو ټولنیز او ښوونیز ارزښت) څېړنیز اثر چې لیکواله یې د پښتو ژبې او ادبیاتو د انستیتیوت تکړه غړې اغلې بي بي شفیقه نوري ده د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا چاپ او د پښتو ژبې او ادب بډاینې ته وړاندې شو.

لکه څرنګه چې د پښتو ولسي ادب نور فورمونه او ژانرونه ژبني، ادبي، ټولنیز او ښوونیز ارزښتونه لري، کیسۍ هم د پښتو ولسي ادب په فورمونو کې خاص ځای او ارزښتمن صنف ګڼل کېږي.

د ادبیاتو، په ځانګړې توګه د ولسي ادب یوه ځانګړنه دا ده چې د عام ولس له خوا ایجادېږي او د هغوی په عام فهمه ژبه د هغوی د ژوندانه ګڼ اړخونه منعکسوي.

همدا څېړنیز اثر چې د پښتو ژبې او ادب مینه وال به یې ترلاسه او مطالعه کړي، د پښتو کیسیو په اړه په زړه پورې اثر ګڼل کېږي چې د کیسیو ټولنیز او ښوونیز ارزښتونه پکې تحلیل او څېړل شوي دي.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-01/%DA%A9%DB%8C%D8%B3%DB%8D%20%D9%BE%DB%90%DA%98%D9%86%D8%AF%D9%86%D9%87.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS