SeminarsAll Seminars

پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۰:۲۱
Background image

” د افغانستان د ناپېیلي بهرني سیاست ګټې “علمي-څېړنیز سیمینار تر سره شو!

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د ۱۴۰۲هـ.ل.کال د لیندۍ پر ۱۵مه نېټه ” د افغانستان د ناپېیلي بهرني سیاست ګټې “تر سر لیک لاندې یو ورځنی علمي – څېړنیز سیمینار د هېواد د علماوو، پوهانو، څېړونکو، د پوهنتون استادانو او متخصصینو په ګډون د علامه احمد علي کهزاد په تالار کې جوړ شو.

سیمینار د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي- تخنیکي علومو معاون شیخ الحدیث مولوی امیرجان ثاقب په وینا سره پرانیستل شو. نوموړي د سیمينار ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د افغانستان د ا.ا. د بهرني سیاست پر بې طرفۍ ټېنګار وکړ. وروسته د بهرنیو چارو د وزير پیغام وارول شو. ورپسې د ا.ا.ا د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث قضاوت پوه دوکتور نورمحمد ثاقب وینا وکړه. نوموړي د دغه ډول سیمينارونو د جوړولو له کبله د علومو اکاډمۍ ته د مبارکۍ تر څنګ د هېواد په کچه د علمي څېړنو د پراختیا غوښتنه وکړه. ورپسې د ا.ا.ا د رئیس ال.وزراء اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي خبرې وکړې. نوموړي د دغه ډول کنفرانسونو د لا دوام غوښتنه وکړه او هیله یې وښوده، چې په راتلونکي کې دې د دغه ډول سیمينارونو د جوړولو پر مهال د نورو هېوادونو څېړونکي هم دعوت شي. همدارنګه نوموړي د افغانستان د بهرني سیاست په بې طرفۍ ټېنګار وکړ، تر څو په هېواد کې د دایمې سولې او امن لامل وګرځي.

همدارنګه په دې سیمینار کې د ازموینو ملي ادارې رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالباقي حقاني هم ګډون درلود. نوموړي په خپله وینا کې خوښي څرګنده کړه چې د علومو اکاډمۍ په سیمینارونو کې ګډون کوي او د سيمينار اهميت او ارزښت ئې په ډاګه کړ او دا ډول سیمينارونه يې د ستونزو د حل لپاره ګټور وبلل. ورپسې د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس مولوي سيد بشير اغا هاشمي وینا وکړه او د څېړنې ګټو ته یې په اشارې سره وویل چې څېړنې ستونزو ته حل لارې لټوي. نوموړي ټولو ام.ارتي ادارو ته د علمي-څېړنیزو اثارو پر تکثیر ټېنګار وکړ. وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه خبرې وکړې او د علم په پرمختګ کې یې د علومو اکاډمۍ کړنې وستایلې او د بهرني سیاست په موثریت باندې یې ګټور بحث وکړ.

د غونډې په دوهمه برخه کې یو شمېر علمي- څېړنیزې مقالې ولوستل شوې چې د اړوندې موضوع مختلف اړخونه په کې بیان شول. د مقالو په پای کې علمي بحث وشو او وړاندیزونه مطرح شول. د سیمینار په پای کې ګډونوالو په لاندې ډول پرېکړه لیک تصویب کړ، تر څو اړوند لوري او ادارې یې د تطبیق په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي:

1. د افغانستان د علومو اکاډمۍ ته وړاندیز کېږي چې د بهرني سیاست له پلي کوونکو ادارو سره خپلې همکارۍ پراخې او د موضوع په اړه ترسره شوې څېړنې د اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

2. د افغانستان .ا.ا. دې د هېواد د دیني او ملي ګټو په چوکاټ کې داسې بهرنی سیاست غوره کړي چې له بین المللي ټولنې سره د تعامل لاره پرانېزي.

3. په تېر کې، افغانستان د نامتوازن بهرني سیاست له امله د نیابتي جګړو په ډګر بدل شوی، نو د افغانستان ا.ا. ته وړاندیز کېږي چې د سیمه ییزو او نړیوالو سترو ځواکونو په اړه په خپلو بهرنیو اړیکو کې توازن وساتي.

4. د افغانستان ا.ا. دې د ملي ګټو د تعریف لپاره تخصصي کمېسیون جوړ کړي چې د همدغو تعریف شویو ملي ګټو په چوکاټ کې تدوین شوی بهرنی سیاست رامنځته کړي.

5. په تېر تاریخ کې د افغانستان له بېطرفه بهرني سیاست څخه دې د هېواد په سترو پرېکړو کې درس واخیستل شي؛ یاد بهرنی سیاست نه د تل لپاره ګټور و او نه هم زیانمن.

6. د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هېوادونه دې د افغانستان سټراټیژیک موقعیت ته د قوت په سترګه وګوري او د افغانستان .ا.ا. دې د فعال بهرني سیاست له خپلولو سره د شاوخوا سیمو (مرکزي اسیا، جنوبي اسیا، جنوب ختیځه اسیا او منځني ختیځ) له امکاناتو او ظرفیتونو څخه لازمه ګټه واخلي.

7. د افغانستان .ا.ا دې د سیاسي، اقتصادي او نظامي ځواکمنتیا لپاره د ځانګړو مسایلو په اړه د اړتیا پر مهال بېطرفي غوره کړي.

8. په پای کې، د افغانستان ا.ا. ته وړاندیز کېږي چې په بین المللي اړیکو کې بین المللي نورمونو او اصولو ته په پام سره د خپل بهرني سیاست ټول امکانات او ظرفیتونه د هېواد پیاوړتیا او د اسلامي او ملي ګټو تعقیب ته ځانګړي کړي.

9. د افغانستان ا.ا. دې متوازن بهرني سیاست ته لومړیتوب ورکړي، متوازن په دې معنی چې افغانستان له ټولو لوریو سره پرته له دې چې د هغوی تر منځ ټکرونه په پام کې ونیسي د خپلو شرعي او ملي ګټو په نظر کې نیولو سره چلند وکړي.

10. د افغانستان .ا.ا. دې خپل منځي وحدت او له هېواد څخه بهر له اسلامي نړۍ سره خپله اړیکه ټینګه وساتي او دغه وحدت او اتحاد دې لاپیاوړی کړي.

د سیمینار یاد پریکړه لیک په لسو مادو کې د رایو په اتفاق تائید او تصویب شو. یاد سیمینار د ارشاد حج او اوقافو وزارت معین شیخ الحدیث عزیز الرحمن منصور په ارزونې او دعائیې سره پای ته ورسېد.

چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۶ - ۱۵:۴۹
Background image

«د هېواد ترانسپورټي وضعیت، ستونزې او د حل لارې» علمي – څېړنیز سیمینار ترسره شو!

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د ریاضي، فزیک او تخنیک علومو مرکز په نوښت د ترانسپورټ او ترانزیټ نړیوالې ورځې په پار د هېواد ترانسپورټي وضعیت، ستونزې او د حل لارې تر عنوان لاندې علمي – څېړنیز سیمینار د هېواد د علماوو، پوهانو، د پوهنتونونو د استادانو او متخصصینو په ګډون د علامه احمد علی کهزاد په تالار کې جوړ شو.