کنفرانسونه
په دخيلو کلمو کې د «همزې» سمه کارونه
(علمي- تحقيقي کنفرانس) د افغانستان د علومو اکادمي د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړي څېړنوال محمد اصف احمدزي )په دخيلو کلمو کې د «همزې» سمه کارونه( په نوم علمي- څېړنيز کنفرانس د ۱۴۰۱هــ. ش کال د ثور په ۲۱مه وړاندې کړ.
د ډایورژنس قضیه او د هغې کارونه
«علمي ــ څېړنیز کنفرانس» وړاندې کوونکی: څېړنیار سید نعیم سایق د ریاضي، فزیک او تخنیکي علومو د مرکز، د ریاضي – فزیک انسټیټیوت، د ریاضي دیپارتمنت علمي غړی لنډیز جوزف – لـوئیس لاګــرانژ (Joseph – Louis Lagrange)په 1760 کې د سطحي انتیګرالــونو نظریه معرفي او په کال 1762ز کې د ډایورژنس قضیه وموندله، خو هغه نوموړي قضیه ثبوت نه کړه. د ډایورژنس قضیه کارل فریډریش ګاووس(Karl Friedrich Gauss) په 1813ز کې کشف کړه. جورج ګرین (George Green) پرته له دې چې د لاګرانژ او ګاووس له کارونو څخه خبر و لري، د ډایورژنس قضیه کشف کړه. میخایل واسیلیوچ اوستروګرادسکي (Mikhail Vasilyevich Ostrogradsky) روسي ریاضي پوه و چې د لومړی ځل لپاره یې په کال 1831ز کې د ډایورژنس قضیه ثبوت کړه.
د ژبې د سوچه والي نظریې ته کتنه
« علمي ــ څېړنیز کنفرانس » د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د لرغونو ژبو د انستیتوت علمي غړي څېړندوی رحیم الله حریفال (د ژبې د سوچه والي نظریې ته کتنه) په نامه علمي ــ څېړنیز کنفرانس د ۱۴۰۱ هــ ل کال د ثور د میاشتې پر (۵)مه نېټه وړاندې کړ.
د مفرور ناول کرهکتنه
علمي- څېړنیز کنفرانس د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز، د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت، د ادبیاتو او متنپوهنې څانګې علمي غړي څېړنوال سيد نظیم سیدي ((د مفرور ناول کرهکتنه)) په نامه علمي- څېړنیز کنفرانس د ۱۴۰۰ل کال د کب د میاشتې پر ۲۳مه نېټه وړاندې کړ. د نوموړي علمي- څېړنیز کنفرانس هدف د مفرور ناول کره کتنه وه، چې د مفرور ناول پر جوړښت او منځپانګه خبرې وشوې او د کرهکتنې له غوښتنو سره سم د نوموړي ناول ښې خواوې او نیمګړتیاوې په ګوته شوې. په پای کې د ارزونې د کمیسیون له خوا کنفرانس د رایو په اتفاق مثبت وارزول شو.
د پښتو نثر په غنامندۍ کې د قرآن کريم د ترجمو او تفسيرونو ونډه
د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټيټيوټ علمي غړي څېړنوال محمد اصف احمدزي «د پښتو نثر په غنامندۍ کې د قرآن کريم د ترجمو او تفسيرونو ونډه» په نوم علمي- تحقیقي کنفرانس د ۱۴۰۰ کال د کب په ۱۸مه نېټه وړاندې کړ.
په معاصرو ادبیاتو کې د فولکلور ارزښت
۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۰ کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړې څېړندويې سمیلې «وحید» احمدزۍ «په معاصر ادبیاتو کې د فولکلور ارزښت» په اړه خپل علمی- څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. نوموړې په دې کنفرانس کې د فولکلور او معاصرو ادبیاتو په اړه علمي او تخنیکي بحث وکړ، د فولکلور او معاصرو ادبیاتو په نه شلېدونکو اړیکو خبرې وشوې او په منظوم او منثور معاصر ادب کې د فولکلور په ارزښت او موقف هر اړخیز بحث وشو او په دې برخه کې مستند دلایل او بېلګې وړاندې شوې.
رمضان د بدلون میاشت
د قرآن عظیم الشان د نزول په مناسبت د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونيت د تفسیر او حدیث مرکز په نوښت د «رمضان د بدلون میاشت» په نوم علمي – څېړنیز کنفرانس د دوشنبې په ورځ د افغانستان د علومو اکاډمي د احمد علی کهزاد د سیمینارونو په تالار کې ترسره شو. غونډه د قرآنکریم په تلاوت او د ملي سرود په غږولو سره پیل شوه. ورپسې د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامی علومو د برخې معاون څېړنوال برهان الله نیازی په خپلې پرانیستونکې وینا کې د مبارکې روژې په اړه وویل: د رمضان مبارکه میاشت د صبر او استقامت میاشت ده او الله تعالی صبر کوونکو ته بې شمېره اجرونه او ثوابونه د دوی پر صبر کولو سره ورکوي.
په افغانستان کې د ښونو (زيتونو) روزنې ته یوه لنډه کتنه «علمي – څېړنیز» کنفرانس
کابل- د علومو اکاډمي: د علومو اکاډمي د طبیعی- تخنیکی علومو معاونیت د کیمیا، بیولوژی او زراعت مرکز علمي غړي څېړنوال دکتور ګل شاه آرینوال خپل علمي – څېړنیز کنفرانس «په افغانستان کې د ښونو روزنې ته یوه لنډه کتنه» تر سرليک لاندې د ۱۴۰۰ هـ. ش کال د کب په ۱۰مه نېټه وړاندې کړه. نوموړي وویل، د ښونو د تجارتي باغونه په عمومي ډول د نړۍ د دوو کمربندونو په اطرافو کې یعنې له ۳۰ څخه تر ۴۵ درجو شمالي او جنوبي عرض البلد کې روزل کیږي. د ښونو ونې زر کاله را په دېخوا د مدیترانې په سیمو کې موجودې وې. له مدیترانې څخه اروپا ته او د ۱۸ پېړۍ په آخر کې کلفورنیا ته انتشار پیدا کړ چې وروسته په ۱۹مه میلادي پېړۍ کې استرالیا ته نقل شوې دي، وروسته بیا یې په ټوله نړۍ کې انتشار او پراختیا پیدا کړه. نن ورځ زيتون په ټوله نړۍ کې تر روزنې لاندې دي. د ښونو د باغونو ټوله ساحه ۷ میلیونه هکتاره ځمکه کېږي چې له یادو باغونو څخه د کار په جریان کې ۸۹ میلیونه متریک ټنه مېوه او ۱۶ میلیونو متریک ټنه د ښونو غوړي په لاس راځي چې د ښونو د ونو نړیوال تولید له ۱۳۷۸ څخه تر ۱۳۸۰لمریز کلونو په جریان کې تقریبا ۱۶ میلیونو متریکو ټنو ته رسیږي.
د شینوارو د هسکې مېنې د ځینو ولسي دودونو څېړنه
«علمي- څېړنیز کنفرانس» کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت علمي غړې څېړندویې خاطرې شینوارې د کب په ۲۳مه د شنبې په ورځ «د هسکې مېنې د شینوارو د ځینو ولسي دودونو څېړنه» تر سرليک لاندې خپل علمي- څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.