د ماشومانو لپاره د لسو چاپ شويو اثارو مخکتنه وشوه
د مصور بنسټ له خوا د ماشومانو لپاره د لسو چاپ کړل شويو آثارو مخکتنه نن په علومو اکاډمي کې ترسره شوه.
په دې کتابونو کې ۸ د کيسو او ۲ شعري مجموعې دي. دوه يې ژباړل شوي او اته نور يې پنځول شوي دي. د دې رنګه اثارو ليکوال ۹ يې ښځې او يو یې نارینه دی.
د دې کتابونونو نومونه دا دي:
توره سپوږمۍ، ښاپېرۍ او غاټول، پښتو الفبا، شتمنې پیشوګانې بنجاره، بلمنګه ګیدړه، مرغۍ او لمرګلی، ورو او ستوری، شهزاده او خیاط او شنه پاڼه او سره مماڼه.
د يادو شويو کتابونو د مخکتنې غونډه «د مصور بنسټ د راتلونکو پروګرامونو او نويو کتابونو پرانیست غونډه» تر سرليک لاندې د مصور بنسټ له خوا د علومو اکاډمي په همکارۍ د اکاډمۍ د علامه کهزاد د سيمينارونو په تالار کې جوړه شوه.
غونډه د علومو اکاډمي د عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب په پرانيستونکې وینا پیل شوه چې نوموړي له راغلو مېلمنو او استادانو څخه د مننې کولو ترڅنګ وویل: د یوې ټولنې یا هېواد راتلونکي سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز مسوولیتونه او د ژوندانه نورې چارې به د اوسنیو ماشومانو د پوهې په مرسته رهبري کېږي او د پرمختګ پړاوونه به وهي؛ یعنې په حقیقت کې د یوې ټولنې نېکمرغي او روښانه مستقبل به اوسني ماشومان جوړوي.
ده زیاته کړه، اوسني ماشومان که د سبانۍ نړۍ او ټولنې لپاره د ټولنې له حالاتو، غوښتنو او شرایطو سره سم ونه روزل شي، راتلونکی ټولنیز نظام به له ډېرو ګډوډیو سره مخامخ وي. د اوسنۍ نړۍ د پرمختللو ټولنو وګړي د خپلو ماشومانو د راتلونکي ژوند د ښه والی لپاره په بېلابېلو برخو کی په ډېره لېوالتیا منظمې او سیستماتیکې هڅې کوي، په دغو هڅو کې یو هم د وخت او مهال له شرایطو سره سم خپلو ماشومانو ته د هغوی له خوښې او سویې سره برابر د نظمي او نثري ادبیاتو پنځول دي. له دې کار سره یې نه یواځې دا چې د خپلو ژبو ادبي پانګه بډایه کړې ده، بلکې خپلو ماشومانو ته یې د معلوماتو د لېږدولو، مطالعې او تفریح ښې ادبي زمینې برابرې کړې دي.
د مصور بنسټ په استازولۍ استاد امیر جان احمدزی د مصور بنسټ پر تاریخچې رڼا واچوله، ویې ویل، مصور بنسټ په ۱۳۸۶هـ. ش کال کابل کې جوړ شو چې په لومړي ځل يې ۲۰ کتابونه د ماشومانو د ادب په برخه کې چاپ کړل.
د ده په خبره، تر اوسه دې بنسټ ۶۷ کتابونه د ماشومانو د ادب په اړه چاپ کړي دي چې په دې کتابونو کې ژباړې او د افغاني لیکوالانو آثار هم شته.
د مصور بنسټ په اړه لنډ پریزنټېشن د دې بنسټ د اوسنۍ مشرې شفیقې خپلواک له خوا وړاندې شو چې په کې يې د بنسټ کړنې په درېیو مهمو برخو وېشلې وې چې لومړی یې د ماشوم ادبیات دي چې په همدې برخه کې کتابونه چاپوي او هم به ماشومان هڅول کيږي چې په خپله دوی ماشومانو ته کتابونه ليکي؛ دویم یې د ماشومانو د حقونو او روزنې په اړه عامه پوهاوی دی چې په دې برخه کې به رونيز ورکشاپونه جوړوي او درېیم یې د ماشومانو ته د زده کړې او تعلیم فرصتونه رامنځ ته کول دي، خاصتاً د يتيمو ماشومانو لپاره به سکالرشيپونه برابروي.
د جمهور رئيس فرهنګي سلاکار استاد اسد الله غضنفر وویل، د ماشومانو لپاره کتابونه ليکل سخت کار دی او څوک چې د ماشومانو لپاره کتابونه ليکي، ارزښتمن او مهم کار کوي، ځکه هغه ليکنه ارزښتمنه وي چې ډېر مخاطبين ولري.
ده زياته کړه، د ماشومانو لپاره بايد ادبیات تخلیق شي، که چېرې غواړئ ماشومان مو ذهین شي، نو پر ماشومانو ادبي کتابونه ولولئ چې په دې سره نه يواځې د هغوی ذوق خړوبيږي، د سواد او پوهې کچه يې هم ورسره لوړيږي. د ماشومانو لپاره بايد داسې کتابونه وليکل شي چې پر هغوی بار زيات نه شي او هم هغوی ته په کتابونو کې د اخلاقي مسايلو په اړه مثالونه او مصداقونه د تېر په پرتله بدل وړاندې شي.
نوموړي علومو اکاډمي ته وړانديز وکړ، په نصاب کې چې د ماشومانو لپاره کوم کتابونه کښل شوي، پر هغو دې څېړنه وکړي او نيمګړتياوې دې يې په ډاګه کړي، ترڅو په راتلونکي کې ورته توجه وشي.
د غضنفر په ټکو، د مصور بنسټ د چاپ شوو کتابونو یو ښه والی دا دی چې پر ماشومانو ډېر بار نه دی ایښودل شوی.
ورپسې، د افغانستان پخواني جمهور رئيس حامد کرزي د ټيلفون له لارې خپل پیغام د غونډې ګډونوالو ته واوراوه او د مصور بنسټ چارو د ستايلو ترڅنګ يې وويل، د ماشومانو لپاره لیکنې کول په اصل کې د هېواد راتلونکي ته کار کول دي. د روښانه راتلونکي لپاره باید د ماشومانو ادب ته په ښه توګه کار وشي.
وروسته ماشومې ليکوالې ملالۍ وقار چې ماشومانو ته یې کتاب هم لیکلی، له مصور بنسټ څخه د مننې کولو ترڅنګ چې کتاب يې ورته چاپ کړی، وويل، فکر يې نه کاوه چې د هغې کتاب دې چاپ شي.
د هغې په ټکو، که جګړه نه وای او سوله وای، افغان ماشومانو به لوړ او عالي کارونه کړي وای.
دغه راز استاد اجمل ښکلي د نصاب پر کتابونو د نيوکې کولو ترڅنګ چې ماشومانو ته يې سخت مفاهيم په کتابونو کې ځای کړي، وړانديز وکړ چې ماشومانو ته دې د هغوی له چاپېريال سره سم کتابونه او مفاهيم وړاندې شي. په نوره نړۍ کې چې د ماشومانو لپاره ادبیات ايجاديږي، د هغوی عمر په نظر کې ساتي، ځکه د دوی له جسمي ودې سره د هغوی روان هم وده کوي.
د پوهنې وزارت د نشراتو رئيسې ليلا ساماني هم د ماشوم ادب د ارزښت او اهميت په اړه خبرې وکړې.
د غونډې د پای په شېبو کې مینا نظري (په پښتو فولکلور کې د ماشومانو ونډه) مقاله او نعیمې غني (ماشومانو ته د کار په مخکې پرتې ستونزې او څه کېدلی شي؟) مقاله ولوسته.