د افغانستان او ترکيې د ډيپلوماتيکو اړيکو د سلم کال علمي سيمينار ترسره شو

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۵ - ۹:۱۳
د افغانستان او ترکيې د ډيپلوماتيکو اړيکو د سلم کال علمي سيمينار ترسره شو

د افغانستان د علومو اکاډمي او بهرنيو چارو وزارت په ګډه د يو علمي څېړنيز سيمينار په ترڅ کې د افغانستان او ترکيې د ډيپلوماتيکو اړيکو سلم کال ونمانځه.

په دې ناسته کې د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونيت او د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز څېړونکو د افغانستان او ترکيې پر سياسي، تاريخي، اقتصادي او فرهنګي اړيکو خپلې علمي مقالې وړاندې کړې.

دغه ناسته د روان ۱۴۰۰ هـ.ل. کال د حمل مياشتې پر ۲۲مه نېټه د يکشنبې پر ورځ د بهرنيو چارو وزارت د محمد موسی شفيق د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

دغې غونډې درې برخې درلودې، لومړۍ برخه يې پرانېسته وه، دويمه برخه کې د افغانستان او ترکيې پر تاريخي او سياسي اړيکو او په درېيمه برخه کې د افغانستان او ترکيې پر اقتصادي او فرهنګي اړيکو بحث ترسره شو.

د پرانېستې په مراسمو کې لومړی د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز سرپرست رئيس فضل الرحمن فاضل د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر پيغام ولوست، ورپسې د افغانستان د علومو اکاډمي سرپرست رئيس دکتور عبدالظاهر شکېب پيغام د علومو اکاډمي مالي او اداري مرستيال څېړندوی محمد حامد مصلح له خوا ولوستل شو.

په دغه پيغام کې راغلي وو: ((د افغانستان او ترکیې اړیکې اوږده تاریخي مخینه لري، که څه هم چې دا هېوادونه له جغرافیوي اړخه له یو بل څخه لرې دي، خو ملتونه یې د فرهنګي، نژادي، مذهبي او تاریخي مشترکاتو په درلودلو سره د زړه په څېر په یوه کالبد کې پاتې شوي دي. په افغانستان کې د نویو تحولاتو رامنځته کېدو سره له ۲۰۰۱ز کال راپدېخوا کابو دوه لسیزې ترکیې یو ځل بیا د افغانستان په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او نظامي برخو کې خپله مثبته ونډه ادا کړې ده. د ترکیې هېواد د افغانستان دولتي مشرانو لپاره تل د یو باور وړ او د وروستیو شلو کلونو د تحولاتو بهير څخه اصلي ملاتړی هېواد دی. ترکیه د افغانستان د بیارغونې او پرمختګ له مهمو شریکانو څخه ده . زموږ هيله دا ده چې د افغانستان او ترکيې ترمنځ دا ډول دوستانه اړيکې په راتلونکې کې قايمې پاتې شي.))

د پرانېستې د مراسمو وروستی ويناوال د اطلاعاتو او فرهنګي وزارت نشراتي معين شيوای شرق و.

د غونډې دويمه برخه د افغانستان او ترکيې تاريخي او سياسي اړيکو څېړلو ته ځانګړې شوې وه، د دې برخې مشري د علومو اکاډمي د بشري علومو مرستيال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحق زي کوله، په دې برخه کې دکتور عبدالغفور آرزو د (نګاهی به تاريخ روابط سياسی افغانستان و ترکيه)، څېړنپوه دکتور محمد شريف ځدراڼ (په وروستۍ يوه پېړۍ کې د افغانستان او ترکيې د اړيکو څېړنه)، اميه سروريار (فرصت‏ها و چالش‏ها روابط افغانستان و ترکيه)، څېړندويې راضيه غوث (سياست خارجی ترکيه در قبال افغانستان پس از سال ۲۰۰۱م) او څېړندوی عمران زکريا (د افغانستان او ترکيې ترمنځ د همکاريو د پراختيا لپاره د شته فرصتونو ارزونه) تر سرليک لاندې علمي مقالې وړاندې کړې.

د غونډې درېيمه برخه د افغانستان او ترکيې اقتصادي او فرهنګي اړيکو څېړلو ته ځانګړې شوې وه، د دې برخې مشري د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز څېړونکي حسين رحيمي کوله. په دې برخه کې څېړندويې فوزيې فضلي د (بررسی نقش ترکيه در بازسازی افغانستان)، صفر احمد فهيمي (نقش منطقه ګرایی در افزايش روابط افغانستان و ترکيه پس از سال ۲۰۰۱م)، څېړنپوه شير علي تزري ( چشم انداز همکاری‏های اقتصادی ترکیه با افغانستان با توجه به راه لاجورد) او څېړندويې مارينا بهار د (چګونګی روابط علمی و فرهنګی ميان افغانستان و ترکیه) تر سرليک لاندې علمي مقالې وړاندې کړې.

دغه علمي ناسته د ماسپښين پر پنځو بجو په دعايې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۴:۵۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د چنګاښ میاشتې پر ۵ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۶:۲۶
Background image

د پشه‌يي الفبا ليکدودي ستونزې

“علمي-څېړنيز کنفرانس” د ژبو او ادبياتو مرکز، د وروڼو قومونو د ژبو او ادبياتو انسټيټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی فريدالله فرحان نن سې‌شنبه د ۱۴۰۳لمریز کال د غبرګولي په ۲۲مه نېټه (د پشه‌يي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۴:۲۳
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۵ مه نېټه ترسره کړه.

BACK TO NEWS