د علامه اکاډمیسین عبدالشکور رشاد د سلمې کالیزې په مناسبت د علمي – څېړنیز سیمینار د علمي کمیسیون غونډه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۴:۲۴
د علامه اکاډمیسین عبدالشکور رشاد د سلمې کالیزې په مناسبت د علمي – څېړنیز سیمینار د علمي کمیسیون غونډه

۸ جوزا ۱۴۰۰

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د هېواد د نومیالي لیکوال، څېړونکي او ژبپوه علامه اکاډميسین عبدالشکور رشاد د زوکړې د سلمې کالیزې په مناسبت علمي – څېړنیز سمینار جوړوي.

په همدې مناسبت د یاد سیمینار د علمي کمیسیون ناسته نن (شنبه) د علومو اکاډمي د علمي غړو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د استازي په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې د سیمینار پر تدارکاتي موضوعاتو سربېره د سیمینار لپاره د مقالو پر سرلیکونو او د استاد رشاد د آثارو پر چاپولو او داسې نورو موضوعاتو هر اړخیز بحث وشو.