د افغانستان او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ سیاسي اړیکې (۱۳۸۰- ۱۴۰۳هـ. ش)
د پروژې نوم:
د افغانستان او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ سیاسي اړیکې (۱۳۸۰- ۱۴۰۳هـ. ش)(۳)
څېړونکی:
د علومو اکاډمي د ټولنیزو علومو مرکز د حقوقو او سیاسي علوم د انستیتيوت علمي غړی څېړندوی وجیه الله ظهیر.
د پروژې د پيل او پای نېټه: ۲۳/ ۷/ ۱۳۹۹- ۲۳/ ۷ / ۱۴۰۳هـ. ش
په دې علمي ـ څېړنیزه پروژه کې به د نورو ګڼو مطالبو ترڅنګ ځينې دا ډول موضوعات څېړل کېږي:
- د افغانستان او امریکا ترمنځ د لنډمهالې، انتقالي او جمهوري ریاست د دورو پر مهال اړیکې.
په دې دورو کې:
- د بن کنفرانس. افغانستان کې د امریکا حضور او نړیوال غبرګونونه. افغانستان کې د جګړې وضعیت، د افغانستان په اړه د امریکا لومړۍ او دوهمه ستراتیژي، د دواړو هېوادونو د جمهور رئیسانو متقابل سفرونه، مرستې، امریکا سره د امنیتي تړون پر توافق لیک د لویې مشورتي جرګې دریځ او د جمهوري ریاست د ټاکنو د ستونزو په حل کې د امریکا ونډه، بحث ته ځانګړې شوې.
- د افغانستان او امریکا اړیکې د محمد اشرف غني په دورو کې.
په دې دورو کې لاندې موضوعات د څېړنې لپاره په پام کې نیول شوي دي:
- د ملي وحدت حکومت رامنځته کېدل او د امنیتي تړون لاسلیک. د سیګار اداره او په افغانستان کې د امریکا د همکاریو ارزونه. د جمهوري ریاست ټاکنې او د نوي حکومت جوړېدل. د امریکایي ځواکونو د وتلو طرحه او په قطر کې د سولې مذاکرات او...