مير علي شېر نوايي اثر چاپ شو

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۳:۳۰
مير علي شېر نوايي اثر چاپ شو

د «وي. وي. بارتولد» اثر دی چې له روسي ژبې څخه انګرېزي ته ولاديمير مينورسکي او له همدې ژبې څخه پښتو ته سيد اسماعيل حسيني فاطمي ژباړلی دی.

اثر (۵+ ۱۰۰= ۱۰۵) مخونه لري چې د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له خوا چاپ شوی دی.

د کتاب په پیل کې په لندن کې د افغانستان د تاريخي مطالعاتو د مرکز يادښت او د ژباړن خبرې راغلې دي.

په دې اثر کې د مير علي شېر نوايي، ايرانيان ترکان، هرات او د هغه اهميت، د مير علي شېر ځای او زلميتوب، مير علي شېر او سلطان حسين له لومړي اختلاف دمخه، د ګوښه کېدو او اغېز کمېدو کلونه او د مير علي شېر وروستي کلونه تر سرليکونو لاندې موضوعات په کې څېړل شوي دي.

د دې علمي اثر د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/.../%D9%85%D9%8A%D8%B1%20%D8%B9%D9%84...

یادونه: دغه کتاب د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست څخه په مناسبه بيه ترلاسه کولی شئ.

د اړيکې شمېره: 0202201279

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS