د علامه رشاد د زوکړې سلمې کالیزې د نمانځنې علمي څېړنيز سیمینار د علمي کمیسیون درېیمه ناسته
د علامه اکاډمیسین پوهاند عبدالشکور رشاد د زوکړې د سلمې کالیزې د نمانځنې د سیمینار د علمي کمیسیون درېیمه ناسته د زمري په ۱۳مه د چهارشنبې په ورځ په علومو اکاډمي کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د علومو اکاډمي پر څېړونکو او استادانو سربېره د جمهوري ریاست فرهنګی سلاکار زرين انځور، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکټر طارق رشاد، د ښار جوړونې او سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو استازو هم برخه اخیستې وه.
په ناسته کې د سیمینار لپاره د علمي- تحقیقي مقالو په موضوعي لیکلړ بحث وشو او همدارنګه د یاد سیمینار لپاره چې کوم کتابونه چاپېږي، د هغو په اړه هم نظریات شریک شول.