په هېواد کې د اسلامي بانکولی د ترویج لپاره اولویتونه کوم دي
کابل : د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونیت د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز د رئیس ښاعلی مفتي ابو سعید راشد په مشـرۍ د ۱۴۰۰ هـ.ش کال د جدی په ۲۷ مه نېټه ناسته تر شره شوه.
په دې ناسته کې د علومو اکادمۍ د اسلامي علومو د معاونیت د څېړونکو تر څنګ د مفتی ابوسعید راشد د اسلامی بانکدارۍ او معاصرو معاملاتو څیړنیز مرکز رئیس ،مفتی عبدالودود دیوبندی اسلامی بانکدارۍ او معاصرو معاملاتو د مرکز غړی ، ډاکټر محمد شاکر جلالی د افغان ملی بانک رئیس، استاد نجیب الله امیری د افغانستان دبانکو د ټولنی اجرائیوی رئیس، مولوی اظهار الحق مصلح، د ریاست الوزراء لومړی مرستیال استازی، مفتی عبد الحق حقانی د افغان خصوصی پوهنتون علمی مرستیال ،استاد محب الله شریف دافغانستان اسلامی بانک مشاور، استاد عبیدالله عابد دافغانستان د وړو پورونو لومړنی بانک استازی، استاد محمد معصوم میوند د افغانستان اسلامی بانک استازی، ډاکټر ذوالفقار علی خان دافغانستان نړیوال بانک استازی، ډاکټر محمد یوسف سلیم د افغانستان بانک د اسلامی بانکداری مشـر، استاد امان الله نهضت د نوی کابل بانک استاز او د عضنفر بانک د اسلامي بانکدارۍ مسؤل او داسې نورو څېړونکو په کې برخه اخیستې وه، چې ( په هېواد کې د اسلامي بانکولی د ترویج لپاره اولویتونه کوم دي) تر عنوان لاندې موضوع باندې په بېلا بېلو اړخونو یې بحثونه تر سره شول.